د هند د کورنیو چارو وزارت په یوه تازه فرمان کې د افغانستان او پاکستان د ځینو مذهبي لږکیو لپاره دغه هېواد ته د کډوالۍ او هلته د استوګنې شرایط اسانه کړي دي.
د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې فرمان له مخې هغه افغان هندوان، سیکان، بودایان، مسیحیان، جینان او زردشتیان چې د مذهبي ځورونې له وېرې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ۳۱مې مخکې هند ته تللي، د پاسپورټ او نورو معتبرو سفري اسنادو له ځینو شرطونو څخه معاف دي.
دا معافیت هغه کسان هم رانغاړي چې هند ته له پاسپورټ یا نورو معتبرو سفري اسنادو پرته داخل شوي وي، یا یې د سفر اسناد د ننوتلو پر مهال اعتبار نه درلود.
خو د فرمان له مخې، دغه کسان د هند د استوګنې د دوام لپاره اړ دي چې له ننوتلو وروسته مناسبه ویزه ترلاسه کړي.
دغه اسانتیاوې د هند د ۲۰۲۶ کال د کډوالۍ او بهرنیو اتباعو د معافیت فرمان په چوکاټ کې اعلان شوې دي.
په ورته وخت کې، د هند حکومت د هغو پاکستاني وګړو لپاره هم د پاسپورټ د تمدید شرایط اسانه کړي چې د دایمي استوګنې په موخه د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر تر ۳۱مې مخکې هند ته داخل شوي وو.
د دې پرېکړې له مخې، هند د افغانستان او پاکستان د یادو مذهبي لږکیو لپاره د سفر د اسنادو په برخه کې ځینې محدودیتونه کم کړي، خو د قانوني استوګنې لپاره د ویزې ترلاسه کول لا هم اړین دي.