لټون

امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو لپاره ۲۰ میلیونه ډالره انعام ټاکلی

16 لړم 1405 - 07:41 53 views
امریکا د ایران د اټومي پروګرام په اړه د معلوماتو لپاره ۲۰ میلیونه ډالره انعام ټاکلی
امریکا د ایران د اټومي تاسیساتو، وسایلو او ساینسپوهانو په اړه د پټو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې انعام اعلان کړی دی.

د امریکا د «عدالت لپاره انعام» پروګرام د ایران د اټومي پروګرام په اړه د حساسو او پټو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تر ۲۰ میلیونه ډالرو پورې د انعام اعلان کړی دی.

د دغه پروګرام له مخې، واشنګټن هغو کسانو ته د مالي انعام ورکولو ژمنه کړې چې د ایران د اټومي تاسیساتو، اړوندو وسایلو او ساینسپوهانو په اړه داسې معلومات شریک کړي چې د امریکا له حکومت سره مرسته وکړي. دغه راز، د معلوماتو ورکوونکو لپاره بل هېواد ته د لېږدولو زمینه هم برابروي.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ایران د یورانیمو د غني کولو کچه د نړیوالې ټولنې د اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه ده.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په وینا، ایران د یورانیمو غني کول تر ۶۰ سلنې کچې پورې رسولي دي. دا کچه د اټومي وسلو لپاره د اړینې شاوخوا ۹۰ سلنې غني کولو کچې ته نږدې ده؛ خو د یورانیمو غني کول په خپله د اټومي وسلې د جوړولو په معنا نه دي.

د امریکا د دې انعام اعلان د تهران د اټومي فعالیتونو په اړه د واشنګټن د فشارونو یوه برخه بلل کېږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising