لټون

پاکستان خپلو لوبغاړو ته په افغان پریمیر لیګ کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې

15 لړم 1405 - 15:57 58 views
پاکستان خپلو لوبغاړو ته په افغان پریمیر لیګ کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې
پاکستان خپلو لوبغاړو ته په افغان پریمیر لیګ کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې او وسیم اکرم هم د دغه لیګ له سلاکارۍ منع شوی دی.

پاکستان خپلو کرکټ لوبغاړو ته په راتلونکي افغان پریمیر لیګ کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې؛ دې پرېکړې د افغان کرکټ بورډ پر تګلارې هم نیوکې راپورته کړې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته په دغه لیګ کې د لوبېدو اجازه نه ده ورکړې. همداراز، د پاکستان پخوانی مشهور لوبغاړی وسیم اکرم هم د افغان پریمیر لیګ له ستر سلاکارۍ څخه منع شوی دی.

خو محمد عامر، چې د بریتانیا تابعیت لري، د یاد بندیز له اغېز څخه بهر پاتې دی.

ویل کېږي چې ۲۹ پاکستاني لوبغاړو په افغان پریمیر لیګ کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه کړې وه؛ خو د پاکستان د پرېکړې له امله د دوی ګډون له خنډ سره مخ شوی دی.

د پاکستان د دې اقدام په غبرګون کې د افغان کرکټ بورډ پر مدیریت نیوکې راپورته شوې دي. یو شمېر کسان پوښتنه کوي چې ولې افغان کرکټ بورډ د یوه هېواد پر لوبغاړو، مبصرینو او کرکټي څېرو دومره تکیه کوي، په داسې حال کې چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم پیاوړي لوبغاړي، روزونکي، مبصرین او د کرکټ سلاکاران شته.

د نیوکو کوونکي ټینګار کوي چې افغان کرکټ بورډ باید د نړیوالو اړیکو د پراخولو او د بېلابېلو هېوادونو د کرکټي څېرو د جذبولو لپاره کار وکړي، څو د یوه هېواد د پرېکړو له امله د افغان کرکټ سیالۍ او پروګرامونه له ستونزو سره مخ نه شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising