لټون

د پاکستان بهرني پورونه په لسو کلونو کې نږدې دوه برابره شوي

15 لړم 1405 - 09:39 57 views
د پاکستان بهرني پورونه په لسو کلونو کې نږدې دوه برابره شوي
د پاکستان بهرني پورونه په لسو کلونو کې نږدې دوه برابره شوي او په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۵.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. چین د دغه هېواد تر ټولو لوی دوه‌اړخیز پور ورکوونکی دی.

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي چې د پاکستان بهرني پورونه په تېره یوه لسیزه کې نږدې دوه برابره شوي او د ۲۰۱۵ کال له ۶۸.۷ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱۳۵.۱ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

د نړیوال بانک د ۲۰۲۶ کال د نړیوالو پورونو د راپور د شمېرو له مخې، د پاکستان بهرني پورونه په ۲۰۲۵ کال کې د تېر کال په پرتله شاوخوا څلور سلنه زیات شوي دي. په دې توګه، د دغه هېواد بهرني پورونه د ناخالص ملي عاید شاوخوا ۳۴ سلنې ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو پورونو په جوړښت کې د عامه او دولتي تضمین لرونکو پورونو برخه شاوخوا ۱۰۷.۱ میلیارد ډالره ده، په داسې حال کې چې د خصوصي سکتور هغه پورونه چې دولتي تضمین نه لري، ۱۷.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي. همدارنګه، د لنډمهالو بهرنیو پورونو اندازه ۱۰.۴۵ میلیارد ډالره ښودل شوې ده.

چین د پاکستان تر ټولو لوی دوه‌اړخیز پور ورکوونکی هېواد دی. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، پاکستان له چین څخه شاوخوا ۲۲.۴۲ میلیارد ډالره پور اخیستی دی. د څو اړخیزو پور ورکوونکو له ډلې نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک هم د پاکستان له مهمو پور ورکوونکو څخه دي.

د پورونو د بېرته ورکړې لګښتونه هم د راپور یوه مهمه برخه جوړوي. پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې د بهرنیو پورونو د اصل او سود په توګه شاوخوا ۱۳.۷ میلیارد ډالره ورکړي، چې له دې جملې څخه نږدې ۴.۸ میلیارد ډالره یوازې د سود تادیات وو.

راپور همدارنګه ښيي چې پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له رسمي پور ورکوونکو څخه د نویو پورونو لپاره په منځنۍ کچه ۳.۶ سلنه سود منلی، خو د خصوصي پور ورکوونکو د نویو پورونو منځنۍ سودي کچه ۸.۶ سلنې ته رسېدلې ده. د خصوصي پورونو د بېرته ورکړې موده هم په منځنۍ کچه یوازې درې کاله وه، په داسې حال کې چې د رسمي پورونو موده ۱۶ کاله وه.

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، د پاکستان بهرني پورونه د دغه هېواد د کلنیو صادراتو په پرتله ۳۲۴ سلنې ته رسېدلي او د پورونو د خدمتونو لګښتونه د صادراتو شاوخوا ۳۳ سلنه جوړوي.

دا وضعیت په داسې حال کې دی چې د نړیوال بانک د همدې راپور له مخې، د ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو ټول بهرني پورونه په ۲۰۲۵ کال کې ۹.۴ ټریلیونه ډالرو ته رسېدلي او دغو هېوادونو په همدې کال کې د پورونو د اصل او سود په توګه شاوخوا ۱.۴ ټریلیونه ډالره ورکړي دي.

د نړیوال بانک راپور د پاکستان د پورونو د زیاتوالي ترڅنګ د پورونو د بېرته ورکړې د لګښتونو او د نویو پورونو د لوړو سودي کچو په اړه هم اندېښنې څرګندوي؛ هغه عوامل چې د هېواد پر مالي سرچینو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د پانګونې پر وړتیا اغېز لرلای شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising