لټون

په یوه ورځ یونان ته د ۸۶۲ کډوالو رسېدل؛ د کریټ پر مرکزونو فشار زیات شوی

14 لړم 1405 - 09:17 83 views
په یوه ورځ یونان ته د ۸۶۲ کډوالو رسېدل؛ د کریټ پر مرکزونو فشار زیات شوی
د یونان ساحلي ساتونکي وايي، په یوه ورځ ۸۶۲ کډوال دغه هېواد ته رسېدلي یا ژغورل شوي دي. د کریټ ټاپو د کډوالو پر مرکزونو فشار زیات شوی دی.

د یونان د ساحلي ساتونکو د تازه شمېرو له مخې، د دوشنبې په ورځ ۸۶۲ کډوال دغه هېواد ته رسېدلي یا په سمندر کې ژغورل شوي دي. له دې ډلې ۸۰۱ کسان د کریټ ټاپو او شاوخوا سمندري سیمو ته رسېدلي یا درول شوي، په داسې حال کې چې ۶۱ نور د اژه سمندر ختیځو ټاپوګانو ته تللي دي.

د یونان د «کاتیمیرین» ورځپاڼې د نومبر پر څلورمه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د کریټ ټاپو او شاوخوا سیمو ته د رسېدلو کډوالو په ډله کې ۵۲۲ هغه کسان شامل دي، چې شمېر یې مخکې اعلان شوی و.

وروسته پنځه نورې کښتۍ چې ۲۷۹ کسان پکې سپاره وو، د کریټ سوېلي ساحلونو، د چریسي بې‌اوسېدونکي ټاپو او شاوخوا سمندري سیمو ته رسېدلې یا په سمندر کې درول شوې دي.

په همدې ورځ ۶۱ نور کډوال د ترکیې له نږدې ساحلونو څخه د اژه سمندر ختیځو ټاپوګانو ته رسېدلي دي. په دې توګه، د دوشنبې په ورځ یونان ته د رسېدلو یا ژغورل شویو کډوالو شمېر ۸۶۲ کسانو ته رسېږي.

د کریټ ټاپو کې د کډوالو پر مرکزونو فشار

د ختیځې لیبیا له لارې د کډوالو د ورتګ زیاتوالي د یونان پر کریټ ټاپو د کډوالو د منلو او لنډمهاله استوګنې پر مرکزونو فشار زیات کړی دی.

د راپور له مخې، د یونان حکومت هڅه کوي چې د کریټ ټاپو د ایرکلایو ښار له مرکزي سیمې بهر د کډوالو لپاره دویم مرکز هم جوړ کړي.

یونان د منځني ختیځ، افریقا او سویلي اسیا د هغو زرګونو کډوالو لپاره د اروپا له مهمو دروازو څخه ګڼل کېږي، چې د قاچاق وړونکو شبکو ته پیسې ورکوي او د ښه ژوند په هیله د مدیترانې سمندر له لارې اروپا ته د رسېدو هڅه کوي.

سږکال څه باندې ۳۸ زره کډوال یونان ته رسېدلي

د راپور د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر اوسه څه باندې ۳۸ زره کډوال د یونان ساحلونو ته رسېدلي دي.

تېر کال نږدې ۴۹ زره کډوال یونان ته داخل شوي وو. دا شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله ډېر کم دی؛ هغه مهال د اروپا د کډوالۍ د پراخ بحران پر مهال نږدې یو میلیون کسان د یونان له لارې اروپا ته ورسېدل.

د یونان محافظه‌کار حکومت تمه لري چې په راتلونکو اوونیو کې د مدیترانې سمندر د هوا د خرابېدو له امله دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ کم شي.

د کډوالو د ورتګ زیاتوالی په داسې حال کې دی، چې د یونان حکومت د کډوالو د منلو د مرکزونو د ظرفیت لوړولو او د هغوی د لنډمهاله استوګنې لپاره د نویو مرکزونو د جوړولو هڅې کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising