لټون

امریکايي محکمې د افغانانو د پاکستان او افغانستان ته د لېږدولو پلان وځنډاوه

13 لړم 1405 - 10:06 60 views
امریکايي محکمې د افغانانو د پاکستان او افغانستان ته د لېږدولو پلان وځنډاوه
د امریکا یوې فدرالي محکمې پاکستان او افغانستان ته د تر ۱۵۰ افغانانو د لېږدولو پلان د اوس لپاره ځنډولی؛ د کانګرېس ۶۶ غړو د ستنېدونکو افغانانو د ژوند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له امریکا څخه پاکستان او بیا افغانستان ته د افغانانو د لېږدولو د پلان په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، یوې فدرالي محکمې د ډونالډ ټرمپ د ادارې د دغه پلان عملي کول د اوس لپاره ځنډولي دي.

د راپورونو له مخې، محکمې دا پرېکړه وروسته له هغې کړې، چې د امریکا د کانګرېس ۶۶ غړو د پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه او افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو د ژوند د احتمالي خطر په اړه یې خبرداری ورکړ.

ټاکل شوې وه چې د نومبر په درېیمه یو شمېر افغانان له امریکا څخه لومړی پاکستان او بیا افغانستان ته ولېږدول شي. خو د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «ایواک‌افغان» ویلي، چې د افغان کډوالو د لېږدولو لپاره پلان شوې الوتنه ځنډول شوې ده.

دغه بنسټ د الوتنې د ځنډېدو لامل د امریکايي چارواکو فشارونه بللي او خبرداری یې ورکړی، چې افغانستان ته د دغو افغانانو بېرته لېږل ښايي د هغوی ژوند له جدي خطرونو سره مخ کړي.

د راپورونو له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې غوښتل تر ۱۵۰ پورې افغانان له امریکا څخه پاکستان او بیا افغانستان ته ولېږدوي. په دغو کسانو کې هغه افغانان هم شامل وو، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.

د محکمې د پرېکړې له مخې، د دغه پلان عملي کول د اوس لپاره ځنډول شوي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising