لټون

بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د اقتصادي او ټولنیزو حقونو په تضمین کې پاتې راغلی

13 لړم 1405 - 07:31 51 views
بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د اقتصادي او ټولنیزو حقونو په تضمین کې پاتې راغلی
Photo: Amnesty International د ملګرو ملتونو په ۸۰مه غونډه کې د پاکستان د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو ارزونه کېږي. بښنې نړیوال سازمان د کار، روغتیا او نه تبعیض حقونو په اړه اندېښنې لري.

د پاکستان د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په اړه دویمه دوره‌ییزه ارزونه د ملګرو ملتونو د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو کمېټې (CESCR) په ۸۰مه غونډه  کې چې نن او سبا ترسره کېږي.

بښنې نړیوال سازمان ویلي، پاکستان په خپلو کورنیو قوانینو کې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د الزامي حقونو په توګه د شاملولو لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.

دغه سازمان د پاکستان د چارواکو پر وړتیا هم جدي اندېښنې څرګندې کړې، چې د نه تبعیض اصل، د عادلانه او مناسبو کاري شرایطو حق، د کارګرو د اتحادیو د جوړولو او غړیتوب حق او روغتیا ته د لاسرسي حقونه تضمین کړي.

د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دا حقونه د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو په نړیوال تړون کې شامل دي؛ په ځانګړې توګه د تړون دویمې مادې دویم بند، اوومه، اتمه او دولسمه ماده.

د ارزونې غونډه به د ملګرو ملتونو د ویب‌ټلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

د بښنې نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو کمېټې ته خپل وړاندې کړی راپور هم خپور کړی، چې په کې د پاکستان د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو د وضعیت په اړه خپلې اندېښنې او ارزونې بیانوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising