لټون

ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې غونډې کوربه‌توب کوي

12 لړم 1405 - 16:17 60 views
ایران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې غونډې کوربه‌توب کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو هېوادونو د استازو د یوې بلې غونډې کوربه‌توب ته چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، تهران چمتو دی چې په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د یوې بلې غونډې کوربه‌توب وکړي.

بقایي په یوه خبري ناسته کې ویلي، ایران غواړي د افغانستان په اړه له سیمه‌ییزو لورو سره خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي. خو نوموړي د دې غونډې د جوړېدو کره نېټه، د ګډونوالو ترکیب او د خبرو اترو موضوعات نه دي روښانه کړي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د نورو سیمه‌ییزو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان وضعیت هم د تهران د پام وړ دی او ایران د دغه هېواد تحولات له نږدې څاري.

بقایي د میزان میاشتې په ترڅ کې ترسره شویو غونډو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې تهران د سیمه‌ییزو لارو چارو له لارې د افغانستان اړوند مسایلو تعقیب ته دوام ورکوي.

ایران، چین، روسیه او پاکستان د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزې اړیکې ډلې په چوکاټ کې له یو بل سره همکاري کوي. دا ډله د تهران په نوښت رامنځته شوې او موخه یې د افغانستان د مسایلو په اړه د دغو څلورو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising