په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازو د خیبر پښتونخوا له مسوولینو سره په کتنه کې د افغان کډوالو د وضعیت، خوندیتوب او د کډوالو او کوربه ټولنو ترمنځ د ګډې هوساینې په اړه خبرې کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې په پاکستان کې د دې ادارې استازې نوریکو تاکاګي او د پېښور د ساحوي دفتر مشرې ریحانه شکیبایي د خیبر پښتونخوا له لوی سکرټر محمد فخر عالم عرفان او د کورنیو او قبایلي چارو له سکرټر امجد علي خان سره لیدلي دي.
د دوشنبې ورځې په ناوخته خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لورو د کډوالو د خوندیتوب او په ټولنه کې د هغوی د ګډون د پیاوړتیا لپاره پر خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی دی. هغوی همداراز په خیبر پښتونخوا کې د کډوالو او کوربه ټولنو د هوساینې په اړه خبرې کړي او د داسې دوامدارو حللارو پر اهمیت یې ټینګار کړی چې د ټولو په ګټه وي.
په خبرپاڼه کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خیبر پښتونخوا حکومت ترمنځ د اوږدمهاله همکارۍ پر دوام هم ټینګار شوی دی.
دا لیدنه داسې مهال کېږي، چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د والي د واکمنۍ او بېړني حالت له اعلان وروسته، د تېرې یکشنبې په ورځ د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل شوی دی.
د خیبر پښتونخوا مسوولینو ویلي، چې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو لپاره یې د پولیسو ۱۲۰ ځانګړې ډلې ګومارلې او ګڼ لنډمهالي کمپونه یې جوړ کړي دي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بیا وايي، چې د دغه هېواد حکومت د ۲۰۲۵ کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدید بهیر درولی دی. دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت، په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت، دې د ویزو د تمدید بهیر بېرته پیل کړي، څو افغانان وکولای شي په قانوني توګه په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي.