لټون

فرانسه: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان راتلونکی ګواښي

12 لړم 1405 - 08:25 93 views
فرانسه: د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه د افغانستان راتلونکی ګواښي
فرانسې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دغه سیاستونه د بشري حقونو نقض او د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګواښ دی.

د فرانسې حکومت یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له عامه ژوند څخه د ښځو سیستماتیک محرومول نه یوازې د بشري حقونو نقض دی، بلکې د افغانستان اوږدمهاله ثبات هم ګواښي.

د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزارت ویاند پاسکال کنفارو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، افغان ښځې په تدریجي ډول له زده‌کړو، کار، عدالت ته له لاسرسي، د تګ راتګ له ازادۍ او په عامه ژوند کې له ګډون څخه محرومې شوې دي.

د فرانسې حکومت په اعلامیه کې ټینګار کړی، چې افغان ښځې او نجونې په زیاتېدونکي ډول له زده‌کړو، کار کولو، د خپلو نظرونو له ازاد بیان او په ټولنیزو او عامه چارو کې له ګډون څخه بې‌برخې کېږي.

فرانسې خبرداری ورکړی، چې دغه محدودیتونه نه یوازې د میلیونونو ښځو او نجونو پر ژوند منفي اغېز کوي، بلکې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت فرصتونه هم کمزوري کوي.

د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د فرانسې هڅې

د فرانسې حکومت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو هغو څرګندونو ته په اشارې چې د «د برابرۍ لپاره اقدام» په نوم د ماري کلېر د فکر او عمل مرکز په یوه غونډه کې یې کړې وې، د افغانانو د ملاتړ لپاره د خپلو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي دي.

د فرانسوي چارواکو په وینا، فرانسې د کابل له سقوط وروسته د ګاونډیو هېوادونو له لارې د ویزو د پروګرامونو په چوکاټ کې ۱۷ زره افغان ښځو او نارینه‌وو ته په فرانسوي خاوره کې د اوسېدو زمینه برابره کړې ده.

همداراز، د فرانسې په ملاتړ بشري مرستو شاوخوا ۱۰۰ زره طبي مشورې او روغتیايي خدمات برابر کړي دي.

د فرانسې چارواکي وایي، د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي شاوخوا درې زره ماشومان، چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ وو، تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د دغو هڅو په ترڅ کې له ۳۵ زرو څخه زیاتو نجونو ته ښوونیزو خدماتو ته لاسرسی برابر شوی دی.

د فرانسې حکومت زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د بشري مرستو د لېږد لپاره شپږ هوايي عملیات ترسره کړي او په ترڅ کې یې نږدې ۱۰۰ زره ټنه اړینې بشري مرستې لېږدولې دي.

د بشري حقونو د نقض پر وړاندې حساب‌ورکونه

فرانسې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د نړیوالې حساب‌ورکونې هڅو ته هم اشاره کړې ده.

د اعلامیې له مخې، فرانسې او اروپایي شریکانو یې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لارې د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم په جوړولو کې مرسته کړې، څو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو اسناد راټول او ثبت کړي.

فرانسې همداراز ویلي، چې د نړیوالې جزایي محکمې (ICC) په چوکاټ کې د هغو هڅو ملاتړ یې کړی، چې په پایله کې یې د طالبانو د ادارې د یو شمېر چارواکو پر وړاندې د نیولو حکمونه صادر شوي دي.

د فرانسې حکومت ټینګار کړی، چې د دغه هېواد د ښځو د حقونو پر محور ولاړه ډیپلوماسي هڅه کوي، څو افغان ښځې هېڅکله یوازې پرېنښودل شي او نړیواله ټولنه د هغوی د حقونو او زده‌کړو ته د لاسرسي ملاتړ ته دوام ورکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising