د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د کډوالو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو د شرایطو د سختولو نوې طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له مخې، ډېری کډوال به د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره د پنځو کلونو پر ځای ۱۰ کاله انتظار کوي.
د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، د انتظار موده به د کډوالو د عاید، دندې، د کډوالۍ مخینې او د بریټانیا په اقتصاد او ټولنه کې د هغوی د ونډې له مخې توپیر ولري.
د طرحې له مخې، هغه کډوال چې د بریټانیا د کډوالۍ له قوانینو سرغړونه کوي، د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره به لږ تر لږه ۲۰ کاله انتظار کوي.
همداراز، هغه کسان چې په ناقانونه لارو بریټانیا ته داخل شوي، ښايي د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو لپاره تر ۳۰ کلونو پورې انتظار وباسي.
دغه طرحه د دوشنبې په ورځ د بریټانیا پارلمان ته وړاندې شوې ده. د دې بدلونونو له مخې، د کډوالو د دایمي استوګنې موده به د هغوی د کډوالۍ وضعیت او په دغه هېواد کې د اقتصادي او ټولنیزې ونډې له مخې وټاکل شي.