لټون

امریکا په هرمز تنګي کې پر ایراني اهدافو دفاعي بریدونه کړي

12 لړم 1405 - 08:01 72 views
امریکا په هرمز تنګي کې پر ایراني اهدافو دفاعي بریدونه کړي
اسوشیټډ پرېس د یوه امریکايي چارواکي په حواله وايي، د امریکا ځواکونو د هرمز تنګي په سیمه کې پر ایراني مواضعو دفاعي بریدونه کړي دي.

د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا ځواکونو د هرمز تنګي په سیمه کې پر ایراني اهدافو دفاعي بریدونه کړي دي.

د دغه چارواکي په وینا، بریدونه د ایران د هغو ځواکونو پر مواضعو شوي چې د ځمکې څخه هوا ته د توغندیو په کارولو یې امریکايي پوځي تجهیزات او تاسیسات ګواښل.

په همدې مهال، د ایران دولتي ټلوېزیون د هرمز تنګي په ورودي سیمه کې د قشم ټاپو پر شاوخوا د چاودنو د غږونو راپور ورکړی دی.

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، دغه پوځي اقدام محدود ښکاري او تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې په سیمه کې د پراخو نښتو د بیا پیل څرګندونه وکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising