لټون

فرانسه: له ښوونځي د افغان ښځو او نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي

11 لړم 1405 - 23:19 مینه 32 views
فرانسه: له ښوونځي د افغان ښځو او نجونو محرومول د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کوي
PorteParoleMEAEپاریس وايي، افغان ښځې له زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي او نړیواله ټولنه باید هغوی هېرې نه کړي. عکس:

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه بېرته واک ته رسېدلي، افغان ښځې او نجونې په تدریجي ډول له زده‌کړو، کار، عدالت ته له لاسرسي او عامه ژوند څخه محرومې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند پاسکال کونفاورو په یوه پیغام کې ویلي چې افغان ښځې د ازاد تګ راتګ، نظر څرګندولو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون له حق څخه بې‌برخې شوې دي.

فرانسې خبرداری ورکړی چې د ښځو او نجونو سیستماتیک محرومول نه یوازې د میلیونونو افغانو ښځو راتلونکی زیانمنوي، بلکې په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات هیلې هم له منځه وړي.

د فرانسې ژمنې

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو د «د برابرۍ لپاره اقدام» په نوم غونډه کې ویلي:

  • فرانسې د کابل له سقوط وروسته ۱۷ زره افغان ښځو او نارینه‌وو ته ویزې برابرې کړې دي.
  • د فرانسې په ملاتړ شاوخوا ۱۰۰ زره طبي مشورې ترسره شوې دي.
  • ۳ زره ماشومان چې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وو، تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
  • له ۳۵ زرو ډېرې نجونې زده‌کړیزو خدمتونو ته لاسرسی موندلی دی.

  • له ۲۰۲۱ کال راهیسې فرانسې د بشري مرستو شپږ عملیات ترسره کړي او نږدې ۱۰۰ زره ټنه بشري مرستې یې لېږدولي دي.

فرانسې همدارنګه ټینګار کړی چې افغان ښځې باید هېڅکله یوازې پرېنښودل شي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

مینه

خبرېاله

Advertisement Space Available Contact us for advertising