لټون

ماهر کډوال د برېتانیا مالي سرچینو ته ۱۱۵ میلیارد پونډه ګټه رسوي

11 لړم 1405 - 14:00 84 views
ماهر کډوال د برېتانیا مالي سرچینو ته ۱۱۵ میلیارد پونډه ګټه رسوي
څېړنه وايي، ماهر کډوال او د هغوی خپلوان به د برېتانیا عامه مالي سرچینو ته ۱۱۵ میلیارد پونډه خالصه ګټه ورسوي؛ دا مهال حکومت د دایمي استوګنې د مودې د اوږدولو طرحه ارزوي

د یوې نوې څېړنې له مخې، ماهر کډوال او د هغوی  خپلوان به د برېتانیا د اوسنیو اقامتي مقرراتو له مخې، د خپل ژوند په اوږدو کې د دغه هېواد عامه مالي سرچینو ته له لګښتونو څخه ۱۱۵ میلیارد پونډه زیاته ګټه ورسوي.

دا څېړنه په داسې حال کې خپرېږي چې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود د کډوالۍ او د دایمي استوګنې د مقرراتو د بدلون په اړه د جنجالي طرحې وروستۍ پرېکړې اعلانولو ته چمتووالی نیسي.

د محمود طرحه وړاندیز کوي چې د ډېری کډوالو لپاره د دایمي استوګنې د ترلاسه کولو موده له پنځو کلونو څخه لسو کلونو ته لوړه شي. د راپورونو له مخې، د پاملرنې او روغتیايي خدمتونو ځینې کارکوونکي ښايي د دایمي استوګنې لپاره تر ۱۵ کلونو انتظار وباسي.

د عامه پالیسۍ د څېړنې انسټیټیوټ (IPPR) تحلیل ښيي چې ماهر کډوال د مالیاتو له لارې د برېتانیا اقتصاد او عامه مالي سرچینو ته د پام وړ ونډه ورکوي. دغه څېړنه د حکومت د هغو محاسبو په څېر میتود کاروي چې د پاملرنې کارکوونکو د ژوندانه لګښتونه یې لس میلیارد پونډه اټکل کړي دي.

د یاد انسټیټیوټ د کډوالۍ، سوداګرۍ او ټولنو برخې مرستیال مارلي موریس ویلي، د کډوالۍ په اړه بحث تر ډېره د لګښتونو پر موضوع متمرکز دی، خو د ماهرو کډوالو اقتصادي ونډه هم باید په پام کې ونیول شي.

نوموړي له حکومت غوښتي چې د هغو کسانو لپاره چې د پخوانیو مقرراتو له مخې برېتانیا ته راغلي، عادلانه حل‌لاره ومومي؛ یا دې د پنځو کلونو د استوګنې پخوانۍ لاره وساتي او یا دې د دایمي استوګنې لپاره یو منځنی او خوندي وضعیت رامنځته کړي.

د دایمي استوګنې د مودې د اوږدولو وړاندیز د واکمن کارګر ګوند دننه هم له نیوکو سره مخ شوی، په ځانګړي ډول ځکه چې د مقرراتو د پخوانیو اوسېدونکو پر ژوند د تطبیق احتمال یې اندېښنې زیاتې کړې دي. د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، حکومت ښايي د داخلي مخالفتونو له امله د طرحې ځینې برخې نرمې کړي.

د برېتانیا حکومت د کډوالۍ د لوړې کچې او پر عامه خدمتونو د فشار د کمولو لپاره د مقرراتو د بدلون غوښتنه کړې، خو د منتقدانو په وینا، د پخوانیو مقرراتو له مخې راغلو کډوالو ته د نوو شرطونو تطبیقول د هغوی د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا رامنځته کوي.





Advertisement Space Available Contact us for advertising