لټون

ټرمپ: که زه واکمن وای، د افغانستان جګړه مې په درېیو اوونیو کې ګټله

11 لړم 1405 - 09:44 137 views
ټرمپ: که زه واکمن وای، د افغانستان جګړه مې په درېیو اوونیو کې ګټله
ډونالډ ټرمپ د ایوا په ټاکنیزه غونډه کې ویلي، که د افغانستان د جګړې پر مهال واکمن وای، جګړه یې په درېیو اوونیو کې ګټلای شوای.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان د جګړې او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې ده.

ټرمپ د ایوا ایالت په ډوبیوک ښار کې یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، که د افغانستان د جګړې پر مهال دی په واک کې وای، نو جګړه یې په درېیو اوونیو کې ګټلای شوای.

نوموړي ویلي، امریکا د ګټلو لپاره جګړې نه کوي او نه پوهېږي چې ولې د مساوي پایلې لپاره جګړې کوي. ټرمپ په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «شرمناک» بللي او د جو بایډن پر ادارې یې نیوکه کړې چې د وتلو بهیر یې د امریکا لپاره ستره ماتې ګرځولې ده.

خو د امریکا پخوانیو ولسمشرانو او چارواکو د ځواکونو د وتلو دفاع کړې او ویلي یې دي چې له افغانستانه د امریکايي پوځ وتل د امریکا د پالیسیو له مخې وو او په دې توګه د دغه هېواد تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising