د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان «افغان اېواک» وايي، د یوې دوهګوندیزې ملي نظرپوښتنې له مخې، ۶۳ سلنه امریکایان د هغو ۱۵۰ افغانانو د اېستلو مخالف دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې او اوس د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۰مه، ویلي چې د امریکا حکومت د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې د یوې ځانګړې الوتنې له لارې د دغو افغانانو د لېږدولو پلان لري. د راپورونو له مخې، الوتکه به افغانان د لوېزیانا له ایالت څخه پاکستان ته انتقال کړي، څو له هغه ځایه افغانستان ته ولېږدول شي.
افغان اېواک ویلي، د محکمې اسناد او د نیویارک ټایمز راپورونه د دې پلان د جزئیاتو سرچینې دي. د یاد سازمان په وینا، د الوتنې احتمالي نېټه د نومبر دویمه ده.
په دغه ډله کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې ده. همداراز، د راپورونو له مخې، یو شمېر ښځې، له اسلام څخه نورو دینونو ته اوښتي کسان او د مذهبي لږکیو غړي هم په دې ډله کې شامل دي.
افغان اېواک خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنېدل ښايي هغوی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له بند، شکنجې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ کړي.
دغه سازمان له امریکایانو غوښتي چې د دې بهیر د درولو لپاره پر کانګرس او سپینې ماڼۍ فشار راوړي. افغان اېواک له خلکو غوښتنه کړې چې له خپلو کانګرس غړو سره ټېلیفوني اړیکې ونیسي او هغوی ته لیکونه واستوي، څو د یادې الوتنې د مخنیوي لپاره اقدام وشي.