په هرات کې د ترکیې قونسلګرۍ د ویزې او قونسلي خدمتونه په رسمي ډول پیل کړي، چې له مخې یې افغانان کولای شي د سوداګرۍ، درملنې او زدهکړو ویزو لپاره په هرات کې غوښتنلیکونه وسپاري.
په هرات کې د ترکیې سرقونسل، تزجان کادیاوغلو ویلي، د دغو درېیو ډوله ویزو غوښتنلیکونه باید د «سیفا» (Sefa) د ویزې غوښتنلیکونو له مجاز مرکز څخه وسپارل شي. د راپورونو له مخې، د هر غوښتونکي لپاره ۲۲۰ ډالره فیس ټاکل شوی، چې د ویزې، بیمې او خدماتو لګښتونه پکې شامل دي.
د ویزې څانګه د ترکیې د جمهوریت د بنسټ اېښودنې د ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت په یوه مراسمو کې پرانیستل شوه. په هرات کې د ترکیې قونسلګرۍ شاوخوا لس میاشتې وړاندې فعالیت پیل کړی و.
کادیاوغلو ویلي، ترکیه غواړي د افغان سوداګرو سفرونه اسانه کړي او ترکي پانګهوال هرات ته وهڅوي. د نوموړي په وینا، اقتصادي همکاري کولای شي په دغه ولایت کې د پانګونې فرصتونه او امکانات روښانه کړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د «سیفا ویزه ټراول اېنډ ټورز» اداره په افغانستان کې د ترکیې د ویزو د غوښتنلیکونو یوازینی مجاز مرکز دی. دغه وزارت ټینګار کوي چې د ویزې د ورکړې یا ردولو وروستۍ پرېکړه د ترکیې ډیپلوماتیک ماموریتونه کوي، نه د غوښتنلیکونو مرکز.
ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت او په هرات او مزارشریف کې قونسلګرۍ فعالې ساتلې دي. انقره د طالبانو له ادارې سره خپلې اړیکې عملي تعامل بولي، خو وايي چې دغه اداره یې په رسمي ډول نه ده په رسمیت پېژندلې.