لټون

امریکا له ۱۵۰ ډېر افغانان افغانستان ته لېږي

9 لړم 1405 - 09:21 71 views
امریکا له ۱۵۰ ډېر افغانان افغانستان ته لېږي
امریکا له ۱۵۰ ډېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږي. بلخوا خیبر پښتونخوا کې د افغانانو د نیولو او ایستلو لپاره ۱۲۰ ډلې جوړې شوې دي.

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا حکومت پلان لري په راتلونکو ورځو کې له ۱۵۰ ډېر افغان کډوال چې د دغه هېواد په بېلابېلو توقیف‌خونو کې ساتل کېږي، د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ هغه اقدام چې د بشري حقونو د فعالانو او د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټونو اندېښنې یې راپارولې دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اکتوبر په ۳۰مه راپور ورکړی چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد له بېلابېلو توقیف‌خونو څخه لسګونه افغانان د لویزیانا ایالت ته لېږدولي دي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې د دغو افغانانو د لېږد لومړۍ ځانګړې الوتنه د نومبر په دویمه ترسره شي. ویل کېږي چې له ۱۵۰ ډېر افغانان به په دې بهیر کې شامل وي او د پاکستان له لارې به افغانستان ته واستول شي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه. همدارنګه، داسې کسان هم په دغه لېست کې شته چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې د تعقیب، ځورونې او نورو خطرونو له احتمال سره مخ کېدای شي.

د راپور له مخې، د امریکا حکومت له طالبانو سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او له همدې امله غواړي دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدوي، څو وروسته د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي.

د افغان کډوالو د ملاتړ ځینو بنسټونو د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو کسانو بېرته ستنول ښايي د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي. د امریکا حکومت تر اوسه د دغې الوتنې او د ټولو کسانو د لېږد په اړه بشپړ رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره ۱۲۰ ډلې جوړې شوې

بلخوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا ایالت حکومت د افغان کډوالو او هغو بهرنیو وګړو د پېژندنې او ایستلو لپاره چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د پراخو عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی دی.

د پاکستان آبزرور ورځپاڼې د اکتوبر په ۳۰مه راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د نیولو او بېرته لېږلو لپاره ۱۲۰ ځانګړې ډلې جوړې کړې دي.

د راپور له مخې، دغه ډلې به د ایالت په ۳۴ ولسوالیو کې فعالیت وکړي. په دغو عملیاتو کې به پولیس، د فدرالي کانسټبلري ځواک، د فدرالي تحقیقاتو اداره (FIA) او د اړوندو دولتي ادارو استازي ګډون ولري.

ویل کېږي چې له دغو ډلو څخه ۵۰ به په بازارونو، سوداګریزو مرکزونو او عامه ځایونو کې د افغانانو د پېژندنې او پلټنې دنده ترسره کړي، په داسې حال کې چې پاتې ۷۰ ډلې به په استوګنیزو سیمو او کورونو کې فعالیت وکړي.

د راپور له مخې، د پاکستان حکومت د افغانانو د بېرته لېږلو لپاره د تورخم له لارې د انتقالاتو د همغږۍ په موخه هم چمتووالی نیولی دی.

د افغان کډوالو د جبري ستنولو په اړه نړیوالې اندېښنې

د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر په داسې حال کې پراخېږي چې له دې مخکې د جرمني په ګډون ځینو اروپايي هېوادونو هم د افغانانو د بېرته لېږلو اقدامات کړي دي.

په ورته مهال، د کډوالو او بشري حقونو نړیوالو ادارو له افغانستانه د کډوالو کوربه هېوادونو غوښتي چې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي او د هغوی د خوندیتوب، بشري حقونو او نړیوالو ژمنو درناوی وکړي.

ملګرو ملتونو او د کډوالو نړیوالې ادارې په وار وار ټینګار کړی چې افغانستان ته د کډوالو ستنېدل باید په داوطلبانه، خوندي او باعزته توګه ترسره شي، په ځانګړې توګه د هغو کسانو په اړه چې د بېرته ستنېدو په صورت کې د ځورونې او امنیتي ګواښونو له خطر سره مخ کېدای شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising