د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې (MIT) د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې یو غړی، اوغور بهادیر (Uğur Bahadır)، نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.
د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولو د اکتوبر په ۳۰مه د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې بهادیر د «عبدالله» په مستعار نوم فعالیت کاوه او په افغانستان او پاکستان کې یې د داعش په څو روزنیزو کمپونو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې وې.
د راپور له مخې، د ترکیې استخباراتو د خپلو معلوماتي څېړنو پر بنسټ موندلې وه چې بهادیر په ۲۰۲۴ کال کې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سیمې ته تللی او هلته د داعش له ډلې سره یوځای شوی و. له دې وروسته د هغه د نیولو لپاره عملیات ترسره شول او په پایله کې ترکیې ته ولېږدول شو.
د ترکیې امنیتي سرچینې وايي، بهادیر د لومړنیو پوښتنو پر مهال د داعش د روزنیزو پروګرامونو، په سیمه کې د دې ډلې د فعالیتونو او هغو دندو په اړه معلومات ورکړي چې نوموړي ته سپارل شوې وې.
هغه همدارنګه د اوزګور التون (Özgür Altun) په نوم د یوه کس سره د خپلو اړیکو په اړه معلومات ورکړي دي. التون چې د «ابو یاسر الترکي» په مستعار نوم پېژندل کېده، د ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سیمې ته د داعش د غړو د لېږدولو په برخه کې د مهم رول لرلو په تور یاد شوی دی. نوموړی د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې نیول شوی و.
د راپورونو له مخې، بهادیر د احمد کازانجي (Ahmet Kazancı) په نوم له یوه بل کس سره هم په سیمه کې فعالیت کړی و. کازانجي چې د «ابو عبیده» او «ابو ابراهیم» په مستعار نومونو پېژندل کېده، د داعش د تبلیغاتي او رسنیزې برخې غړی بلل شوی او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې نیول شوی و.
د ترکیې استخباراتي سرچینې ادعا کوي چې د دې عملیاتو په پایله کې د داعش هغه پلانونه شنډ شوي چې د ترکیې پر ضد د بریدونو لپاره یې چمتو کول. د بهادیر له نیولو وروسته ترلاسه شوي معلومات د دې ډلې د استخدامي شبکې او په افغانستان او پاکستان کې د فعالیتونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو په ترلاسه کولو کې هم مرسته کړې ده.
تر اوسه د بهادیر د نیولو دقیق ځای، د عملیاتو څرنګوالی او دا چې ایا د افغانستان یا پاکستان امنیتي ادارو په دې عملیاتو کې ونډه لرله، په خپرو شویو راپورونو کې نه دي روښانه شوي.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې ترکیې په وروستیو کلونو کې د داعش د هغو شبکو پر ضد استخباراتي او امنیتي فعالیتونه زیات کړي چې د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د دې ډلې له فعالیتونو سره تړاو لري.