لټون

له بریتانیا څخه فرانسې ته د کډوالو د قاچاق ۲۱ کسیزه ډله زنداني شوه

8 لړم 1405 - 13:09 266 views
له بریتانیا څخه فرانسې ته د کډوالو د قاچاق ۲۱ کسیزه ډله زنداني شوه
Photo: The National News په بریتانیا کې د کډوالو د قاچاق ۲۱ کسیزه ډله له ۸۴ کلونو ډېر بند محکومه شوه؛ دغې ډلې کډوال د هر کس په بدل کې د ۱۸۰۰ ډالرو په اخیستو فرانسې ته لېږدول.

د بریتانیا یوې محکمې هغه ۲۱ کسیزه جنایي ډله په بند محکومه کړې چې له بریتانیا څخه یې فرانسې ته د کډوالو د قاچاق په بدل کې له هر کس څخه شاوخوا یو زر او ۸۰۰ ډالره اخیستل.

د راپور له مخې، دغې ډلې په عمده توګه د بنګله‌دېش، هند او پاکستان اتباعو او د نیپال یو شمېر وګړو ته د انګلیسي کانال له لارې فرانسې ته د تګ زمینه برابروله، څو هغوی د اروپايي ټولنې د سرحدي کنټرولونو له تېرېدو وروسته په ناقانونه توګه په اروپايي هېوادونو کې کار وکړي.

دغه کډوال په لومړي سر کې د قانوني ویزو له لارې بریتانیا ته داخل شوي وو، خو وروسته یې قاچاق وړونکو ته پیسې ورکولې، څو له بریتانیا څخه فرانسې ته په پټه ولېږدول شي او د اروپايي ټولنې له سختو سرحدي پلټنو ځانونه لرې وساتي.

د قاچاق وړونکو ډلې به کډوال له لندن څخه د انګلستان سوېل ختیځ ته په کینټ سیمه کې ټاکلو ځایونو ته لېږدول. هلته به د بار وړونکو لاریو او موټرو چلوونکو، چې د ډلې له خوا استخدام شوي او پیسې یې ترلاسه کولې، کډوال په خپلو وسایطو کې ځای پر ځای کول او د بېړیو له لارې به یې د انګلیسي کانال له لارې فرانسې ته لېږدول.

د بریتانیا د ملي جرمونو ادارې (NCA) د دغې ډلې فعالیتونه تر څارنې لاندې نیولي وو. د ادارې د څېړنو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له جولای څخه د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ پورې د کډوالو د قاچاق لس هڅې ثبت او شنډې شوې دي. په دغو عملیاتو کې ټولټال ۱۹۶ کډوال نیول شوي دي.

د ملي جرمونو ادارې خپاره کړي امنیتي انځورونه ښيي چې کډوال د شپې له خوا په صنعتي سیمو کې د بار وړونکو لاریو دننه کېدل. په ځینو نورو ویډیوګانو کې د ادارې مامورین لیدل کېږي چې د لاریو او وین موټرو شاتنۍ دروازې پرانیزي او په دننه کې ګڼ شمېر کسان پیدا کوي.

د محکمې د پرېکړو له مخې، د دغې شبکې مشر ۴۴ کلن شهول احمد، چې د کډوالو د قاچاق جرم یې منلی، په اته نیم کاله بند محکوم شوی دی. د هغه ۲۶ کلن نږدې همکار سهیل احمد، چې له کډوالو یې د هر کس ۱،۸۰۰ ډالره اخیستل او د ټکسي چلوونکو د ګمارلو چارې یې سمبالولې، د محاکمې وروسته په اووه کاله بند محکوم شوی دی.

همدارنګه، ۵۰ کلن روبیول اسلام، چې له لندن څخه یې کډوال کینټ ته لېږدول او د نورو موټر چلوونکو په تنظیمولو کې یې هم مرسته کوله، د خپل جرم له منلو وروسته په پنځه کاله بند محکوم شوی دی.

د دغې ډلې له نورو غړو څخه ۵۴ کلن نیکوسور لاکاتوس، چې د رومانیا اوسېدونکی دی او د بار وړونکو لاریو او وین موټرو چلوونکي یې له قاچاق وړونکو سره نښلول، د محاکمې وروسته په شپږ کاله بند محکوم شوی دی. د راپور له مخې، د دغې شبکې د تنظیموونکو او موټر چلوونکو په ګډون ټول غړي په بېلابېلو قضايي بهیرونو کې محکوم شوي او د بند د ټولو سزاوو موده له ۸۴ کلونو اوښتې ده.

د بریتانیا د ملي جرمونو ادارې لوړپوړي څېړونکي جان ټرنر ویلي، د دغو سزاوو په صادرېدو سره د انسانانو د قاچاق یوه پراخه شبکه له منځه وړل شوې ده. نوموړي زیاته کړې چې څېړنې د شبکې له اصلي تنظیموونکو نیولې تر هغو موټر چلوونکو پورې ټول ښکېل کسان په ګوته کړي چې د کډوالو په ناقانونه لېږد کې یې برخه لرله.

ټرنر خبرداری ورکړی چې د انګلیسي کانال له لارې په دواړو لورو کې د انسانانو قاچاق د جدي څارنې لاندې دی او هغه کسان چې غواړي له دې لارې پیسې وګټي، د نیول کېدو له لوړ خطر سره مخ دي.

په وروستیو کلونو کې د بریتانیا له لارې فرانسې ته د کډوالو د قاچاق موضوع هم د چارواکو پام ځان ته اړولی دی. که څه هم د بریتانیا د کډوالۍ په بحثونو کې ډېری وخت له فرانسې څخه بریتانیا ته د وړو کښتیو په وسیله د کډوالو د تګ موضوع مطرح کېږي، خو په مقابل لوري کې هم داسې شبکې فعالې شوې چې غواړي کډوال له بریتانیا څخه فرانسې او نورو اروپايي هېوادونو ته په پټه ولېږدوي.

د راپور له مخې، له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا تر وتلو وروسته دغه هېواد د هغو کسانو لپاره د لنډمهالي تم ځای په توګه کارېدلی چې غواړي د اروپايي ټولنې له سرحدي پلټنو څخه په تېښته ځانونه فرانسې ته ورسوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising