لټون

په ترکیه کې د کرنیز ماشین د چپه کېدو له امله افغان کارګر مړ شوی

8 لړم 1405 - 12:46 232 views
په ترکیه کې د کرنیز ماشین د چپه کېدو له امله افغان کارګر مړ شوی
په ترکیه کې د کرنیز ماشین د چپه کېدو له امله افغان کارګر اسماعیل ګیلاني مړ شوی او جسد یې د خاورو ته سپارلو لپاره افغانستان ته لېږدول کېږي.

د ترکیې په قونیه ولایت کې د کرنیز ماشین د چپه کېدو له امله د یوه افغان کارګر، اسماعیل ګیلاني، د مړینې وروسته د هغه د جسد د لېږدولو او خاورو ته سپارلو معلومات اعلان شوي دي.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، دغه پېښه د قونیه ولایت د جهان‌بیلي ولسوالۍ په ینېجه‌اوبا سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د شکرې چوغندر د راایستلو ماشین چپه شو او په پایله کې یې افغان کارګر اسماعیل ګیلاني ژوند له لاسه ورکړ.

راپور زیاتوي، چې د نوموړي جسد د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر ۲۸مه، انقرې ته لېږدول شوی و. ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۲۹مه، د استانبول له هوايي ډګر څخه په الوتکه کې افغانستان ته واستول شي او هلته خاورو ته وسپارل شي.

تر اوسه د پېښې د څرنګوالي او د ماشین د چپه کېدو د لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising