د لیبیا ختیځ حکومت د افغانستان او ایران د وګړو پر ورتګ د ځمکنیو، هوايي او سمندري لارو بندیز لګولی او امر یې کړی چې د دغو هېوادونو هغه اتباع چې د استوګنې قانوني اسناد نهلري، له خاورې وایستل شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه د چهارشنبې په ماښام، د عقرب په شپږمه، د ختیځ حکومت په رسمي فېسبوکپاڼه کې اعلان شوې ده. په خپره شوې اعلامیه کې د دې بندیز مشخص لامل نه دی روښانه شوی، خو د عملي کولو مسوولیت یې د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.
د دې پرېکړې له مخې، د افغانستان او ایران هغه وګړي چې په لیبیا کې د استوګنې قانوني اسناد نهلري، د ایستلو له اقدام سره مخ کېدای شي. په اعلامیه کې د بندیز د عملي کېدو د څرنګوالي او د هغو کسانو د وضعیت په اړه چې قانوني اسناد لري، نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دا لومړی ځل نه دی چې د لیبیا ختیځ حکومت د بهرنیو وګړو پر تګ راتګ محدودیتونه لګوي. دغه حکومت تر دې مخکې د سوډان، اریتریا، ایتوپیا او سومالیا پر اتباعو هم ورته محدودیتونه اعلان کړي وو او ویلي یې وو چې موخه یې هېواد ته د بهرنیو وګړو د ورتګ تنظیمول دي. په دغو محدودیتونو کې د ډیپلوماتیکو استازولیو غړي، د هغوی کورنۍ او د روغتیا او پوهنې برخو ځینې کارکوونکي، د ټاکلو شرایطو په پوره کولو سره، مستثنا شوي وو.
لیبیا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د دوو سیالو حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده. د اسامه حماد په مشرۍ ختیځ حکومت د پوځي قوماندان خلیفه حفتر ملاتړ لري، په داسې حال کې چې د عبدالحمید دبیبه په مشرۍ حکومت په پلازمېنه طرابلس کې مېشت دی. له همدې امله، د ختیځ حکومت د پرېکړو د عملي کېدو جغرافیایي ساحه باید له ملي کچې سره یو شان ونه ګڼل شي.
لیبیا د ۲۰۱۱ کال د معمر قذافي له واکمنۍ د نسکورېدو وروسته د افریقا او منځني ختیځ د کډوالو لپاره د اروپا پر لور د تګ یوه مهمه لار پاتې شوې ده. ګڼ کډوال د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته د رسېدو په هڅه کې له خطرونو سره مخ کېږي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې له ۹۰۰ زرو څخه ډېر کډوال ژوند کوي.
تر اوسه په خپره شوې اعلامیه کې د افغانانو او ایرانیانو پر وړاندې د نوي بندیز مشخص دلیل نه دی بیان شوی او دا هم روښانه نه ده چې دغه اقدام به پر هغو افغانانو څه اغېز ولري چې په لیبیا کې د کار، لنډمهاله استوګنې یا اروپا ته د تګ په موخه حضور لري.