لټون

د مدرسو سونامي د مکتبونو وچکالي

6 لړم 1405 - 16:39 188 views
د مدرسو سونامي د مکتبونو وچکالي
د ضیا بومیا په مقاله کې د افغانستان د دیني مدرسو د پراختیا، د شاوخوا ۱۵۰۰ مکتبونو د تړل کېدو او له زده‌کړو د میلیونونو نجونو د محرومیت په اړه اندېښنې څېړل شوې دي.
یوه ویرونکې مسأله؛ چې ډیر ژر به ېې طاعوني تاثیرات په ټولنه کې را څرګند شي ، ښائي راتلوونکي پنځه یا کمه موده کې، که حالات همدا شان روان وي د پنځه کاله وروسته اټکل شوې پایلې علاج به نسلونو، نسلونو ته ناممکن شي.
له کال ٢٠٢١ راپدیخوا چې دطالبانو د نظام په راتلو حاکمې مدرسې په محکوم مکتب بیرحمانه ناتار روان کړيده.
ورځ تربلې د محکوم مکتب ونه او سور کمیږې، داسې زيړ زبیښلی ده ته به وائې د توبرکلوز ناروغ بدن د ساه ورکولو په وروستیو شیبو کې ، خو د حاکمې مدرسې ؛ خیټه په غټیدو ده ، ونه ېې ورځ تربلې لوړیږي او په سور دومره پلنه شوه چې دهیواد سرحدونه څکي.

د وروستیو رسمي ورکړل شویو شمیرنو په اساس، دا مهال په ټول هیواد کې شاوخوا ٢٣ زره دیني مدرسې او د زدکړو ثبت شوي مراکز فعال دي.
د یادو مرکزونو له ډلې (١٦٦٩) عمومي دیني مدرسې،(١٢٠٧) دارالحفاظونه،(١١٥) دارالعلومونه او(٣٩) دارالایتامونه شمیرل شوي دي.(غیر رسمي مدرسې ندي مالومې)
د ورکړل شویو رپوټونو په اساس په دغو ټولو مراکزو کې تقریبا( ٣،٦ )میلیونه تنه په دیني زدکړو لګیا دي.
د مدرسو دا شمیر د یوه کوچنې هیواد لکه افغانستان لپاره مدرسه يي سونامۍ ده ځکه بل نوم او صفت نشو ېې بللئ.

ستونزه یوازې دا نه ده چې ګواکې مدرسې زیاتې دي، بلکه ياد مراکز اکثرا د هغو ملایانو لخوا ایجاد شوي او دا مهال اداره کیږي، چې دا ٢٠ کاله ېې د جګړې لیکې هم اداره کولې او د جنګ سنګرونه ېې پالل. نو د زدکړو د مراکزو په رهبري کې د داشان مدیرانو موجودیت په خپله د تنکیو ځوانانو په ذهنونو کې د بنسټ پالنې ، کرکې، جګړه پلوه تفکر د ذهني تومنې رول لوبولي شي.

ددې مدرسو په درسي موادو کې په زدکړو بوختو زدکوونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم شکل له مکتب او مکتبي سره د تقابل او تنفر روحیه ورکول کیږي او له تنکي توب نه ېې د مکتب او مکتبي په وړاندې د بغض او کینې په روحیه پالي . کومه پالنه چې دا څو لیسیزي د هیواد ټوله بد بختي او بحران د همدغه تربګینت محصول ده.

بل خوا بیا ، د محکومو مکتبونو ناروغ بدن ورځ تر بلې په ډنګریدو روان ده، نه پکې شاګرد ، نه معلم، نه دکتاب پته شته او نه هم درس او تدریس شور او شوق، د مکتب زنګ د ساز په ډله کې حساب شوئ او ساز خو نو حرام ده.
د حرام شي غږ باید چوپ شي. معلمین د بې تنخواېې او لوږې له لاسه په نورو کارونو بوخت دي، شاګردان مدرسو ته جذب شوي، د مکتبونو بودیجه مدرسو ته چینل شویده. که حال همدا وه ښايي پاتیده یو څو مکتبونه هم یا په مدرسو ورګډ شي او یا هم د سړک نقشه پې برابره شي ، بیا به نو سرکونه وي او مدرسې مکتب به د یوه هیر شوي بیکسه مړي نوم وي چې قبر به ېې شناخته هم ونلري.
زه پوهیږم زما خبرې سره به ځينې موافق نه وي ، ښايې د ناهیلوونکې ناروغه مبالغه ېې وګڼي .
نه، نه دا یوازې ادعا نده بلکه د رسمي رپوټونو په اساس تر دا مهاله د هیواد په کچه شواوخوا (١٠٠٠) عمومي مکتبونه د ګڼو دلائلو په اساس لکه د امکاناتو نشتوالي، د ځائ نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله بشپړ تړل شویدي.
( ٥٠٠ )خصوصي مکتبونه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تړل شویدي، لاملونه ېې هم ، تر توانه پورته د مالیاتو وضع کول ، اقتصادي بحران او په نجونو باندې د زدکړو بندیزونه په ګوته شویده.
داسې یوه هیواد لکه افغانستان کې د (١٥٠٠) د بندیدل مګر د مکتبونو وچکالي نه ده نو څه ده؟

یو لورته په دینې مدارسو کې شاوخوا ٣،٦ میلیونه تنه د تندلارو ملایانو لخوا په مکتب ضد روحیه روزل کیږي ، خو بلخوا بیا د طالب له واکمنېدو سره سمدستي له شپږم ټولګي پورته تقریبا ٢،٦ میلیونه تنه نجونې له زدکړو بې برخې شویدي.
ستونزه همدلته پای ته نرسیږي، بلکه له زدکړو د بې برخو شویو دغه شمیر نجونو ګڼې کورنۍ ، خپلو لوڼوته د زدکړو د امکان برابرولو په نيت کډوالۍ ته مخه کړې .دا شمیره کمه نده بلکه ویرونکی شمیر ده ،چې باید کډوالۍ ستر سیلاب وبولو، چې له امله ېې کډوال افغانان له ګڼو نه جبرانیدونکو ستونزو سره مخ شوي دي ، بیلګې ېې په ایران، پاکستان او ځينې نورو هیوادونو کې د افغان پناه غوښتونکو د ژوند بد وضیعت او حال ده.
نپوهیږم چې څه باید وشي؟! اما دومره پوهیږم چې یو کول یا یو څه کیدل پکار دي، که نه کمه موده وروسته د وطن څیره راته بل شان ښکاري.
درنښت
ضیا بومیا
اکتوبر ٢٢ فرانسه
Advertisement Space Available Contact us for advertising