لټون

په امریکا کې د پناه غوښتنې د مرکې تر مخه یوه افغان فولبرایټ بورس ګټونکې نیول شوې

6 لړم 1405 - 08:20 150 views
په امریکا کې د پناه غوښتنې د مرکې تر مخه یوه افغان فولبرایټ بورس ګټونکې نیول شوې
د امریکا د کډوالۍ ادارې افغان فولبرایټ بورس‌ګټونکې بنظیر نورزاد په میشیګان کې د پناه غوښتنې تر مرکې څو اوونۍ مخکې نیولې ده. د نیولو لامل یې لا نه دی روښانه شوی.

د راپورونو له مخې، بنظیر نورزاد د اکتوبر په ۲۲مه، د پنجشنبې په ماښام، هغه مهال د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) د مامورینو له خوا ونیول شوه چې د میشیګان ایالت په ډیټرایټ هوايي ډګر کې ویرجینیا ته د الوتنې لپاره چمتو کېده.

د راپورونو له مخې، د اکتوبر تر ۲۵مې پورې د امریکا د کډوالۍ ادارې په انلاین سیستم کې د نوموړې د توقیف ځای د میشیګان ایالت په بټل کریک ښار کې د کالهوون کاونټي د توقیف مرکز ښودل شوی و.

نورزاد په ۲۰۲۱ کال کې د فولبرایټ بورس له لارې د اوکلاهوما ایالتي پوهنتون د زده‌کړو لپاره امریکا ته تللې وه. په همدې کال کې طالبانو په افغانستان کې واک بېرته ترلاسه کړ او نوموړې د خپل هېواد د وضعیت له امله په امریکا کې د پناه غوښتنه وکړه. د کورنۍ او رسنیو د معلوماتو له مخې، د هغې غوښتنلیک رد شوی نه و او ټاکل شوې وه چې په راتلونکو اوونیو کې د پناه غوښتنې مرکه ورکړي.

نوموړې له تېر یوه کال راهیسې د میشیګان ایالت د جنیسي کاونټي د کارکوونکو د بشري سرچینو په څانګه کې د کارکوونکې په توګه دنده ترسره کوله او د دولتي کارکوونکو د امتیازاتو په چارو کې یې مرسته کوله.

د جنیسي کاونټي د بشري سرچینو مشرې، انیتا ګالاجدا، ویلي چې نورزاد په امریکا کې د خپلې پناه غوښتنې د دوسیې د ارزونې پر مهال په قانوني ډول اوسېده. هغې نورزاد یوه مهربانه او له همکارانو سره د ښو اړیکو لرونکې کارکوونکې بللې ده.

د بنظیر ورور، مطیع‌الله نورزاد، چې د امریکا د دایمي استوګنې کارت لري، ویلي چې ده په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې وه او مېرمنې یې هم له امریکايي حکومت سره کار کړی دی. هغه اندېښنه لري چې که خور یې افغانستان ته بېرته ولېږل شي، د کورنۍ د دغو اړیکو له امله به یې ژوند له خطر سره مخ شي.

مطیع‌الله نورزاد د خپلې خور نیول کېدل ناعادلانه بللي او غوښتنه یې کړې چې د پناه غوښتنې د دوسیې د ارزونې تر بشپړېدو پورې دې د څارنې لاندې له توقیف څخه خوشې شي.

تر اوسه د امریکا د کډوالۍ ادارې د نوموړې د نیولو لامل په عامه توګه نه دی روښانه کړی. همداراز، د راپورونو له مخې، دا هم معلومه نه ده چې هغې وکیل نیولی او که نه، او یا یې د ضمانت د اورېدنې لپاره نېټه ټاکل شوې ده که نه.  

د میشیګان یوه د کډوالۍ وکیل هم ویلي چې د پناه غوښتونکو د نیولو او توقیف لړۍ پراخه شوې ده. د هغه په وینا، له شاوخوا ۳۰۰ پناه غوښتونکو مراجعینو څخه یې نږدې نیمايي اوس په توقیف کې دي. دا شمېره د یاد وکیل د خپلو مراجعینو په اړه ده او د ټولو پناه غوښتونکو عمومي شمېر نه ښيي. 


Advertisement Space Available Contact us for advertising