د هالنډ څارنوالۍ د یوه ۳۷ کلن سړي لپاره د څلورو کلونو بند غوښتنه کړې، چې تورن دی د دغه هېواد په دوټینخېم ښار کې یې د پناهغوښتونکو پر یوه مرکز د چاودنې پلان جوړ کړی و.
د هالنډ د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، له غوښتل شوو څلورو کلونو څخه یو کال په تعلیقي ډول د بند په توګه په پام کې نیول شوی دی.
پولیسو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر د اتمې او نهمې ترمنځ شپه د دوټینخېم ښار په یوه زېرمتون کې چاودېدونکي توکي موندلي وو. د چارواکو په وینا، دغه وسیله له څلورو یوځای تړل شوو قوي چاودېدونکو اورلوبو جوړه شوې وه او د خنثی کولو لپاره یې د بمونو شنډولو متخصصین ورغوښتل شوي وو.
څارنوالۍ وايي، تورن کس د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د پناهغوښتونکو د احتمالي استوګنځي له ځای څخه عکسونه اخیستي او په یوه ګروپي چټ کې یې شریک کړي وو. همداراز، هغه د پناهغوښتونکو د مرکز د جوړېدو پر ضد په لاریونونو کې هم ګډون کړی و.
د څارنوالۍ په وینا، د تورن کس پخوانۍ ملګرې پولیسو ته ویلي وو چې نوموړي ته د پیسو په بدل کې د یاد مرکز ترڅنګ د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو وړاندیز شوی و. څارنوالان باور لري چې د چاودېدونکو توکو موندل، د ځای د څارنې ادعاوې او د شاهدانو څرګندونې د برید د چمتووالي نښې دي.
څارنوالۍ ادعا کړې چې د برید موخه د پناهغوښتونکو وېرول او پر سیمهییزو چارواکو فشار راوړل وو، څو په ښار کې پناهغوښتونکو ته د استوګنې ځای ورنه کړي.
خو تورن کس دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې له چاودېدونکو توکي ما نه وو ځای پر ځای کړي. د محکمې د پرېکړې اعلان د ۲۰۲۶ کال د نومبر د درېیمې لپاره ټاکل شوی دی. تر هغه وخته پورې، د تورن کس د مجرمیت په اړه وروستۍ قضايي پرېکړه نه ده شوې.