د راپورونو له مخې، د ماکو په سرحدي سیمه کې د ځینو کډوالو د لاسونو او پښو ګوتې هم ماتې شوې دي.
د سرچینو په وینا، دغه پېښه د اکتوبر په ۲۵مه راپور شوې او یاد کډوالو هڅه کوله چې له ایرانه ترکیې ته واوړي. ویل کېږي، یو شمېر افغانان اوس هم په ایران کې دي او د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په تمه د پولې پر لور سفر کوي.
دا تورونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغان کډوالو پر وړاندې د ترکیې د سرحدي ځواکونو د چلند په اړه تر دې مخکې هم اندېښنې راپورته شوې دي. بيبيسي د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د ۱۲ افغان کډوالو له قوله راپور ورکړی و چې د ترکیې سرحدي ساتونکو د شاوخوا ۵۰ کډوالو یوه ډله وهلې، لوڅه کړې او د ایران پولې ته نږدې یې په سړه هوا کې پرېښې وه. د راپور له مخې، له دغو کسانو څخه ۱۱ تنو وروسته د سختې یخنۍ له امله د بدن غړي له لاسه ورکړي وو.
بيبيسي ویلي وو، ترکي چارواکو د دغو کډوالو تورونو ته مشخص ځواب نه و ورکړی، خو ویلي یې وو چې سرحدي ځواکونه د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې عمل کوي او نیول شویو بېاسناده کډوالو ته خواړه، اوبه او روغتیايي مرستې برابروي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم عمومي تورونه بېبنسټه بللي وو.
تر اوسه د وروستۍ پېښې د قربانیانو کره شمېر، روغتیايي وضعیت او د احتمالي رسمي څېړنې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.