لټون

د بریتانیا لومړی وزیر له اروپايي ټولنې سره د کارګرانو د تګ راتګ ازادي بیا ارزوي

4 لړم 1405 - 12:41 130 views
د بریتانیا لومړی وزیر له اروپايي ټولنې سره د کارګرانو د تګ راتګ ازادي بیا ارزوي
Photo: Aljazeera د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهم له اروپايي ټولنې سره د کارګرانو د ازاد تګ راتګ پر بیا پیل د خبرو غوښتنه کړې، چې د برېکزیټ د ملاتړو نیوکې یې هم راپارولې دي.

د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهم ویلي، غواړي له اروپايي ټولنې سره د کارګرانو د ازاد تګ راتګ د اصولو د بېرته منلو په اړه خبرې وکړي؛ هغه موضوع چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د بریتانیا د اروپايي ټولنې د پرېښودو په ټولپوښتنه کې مهم رول درلود.

برنهم د «سنډې ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، له برېکزیټ مخکې بریتانیا ته د اروپايي کارګرانو پراخ راتګ ځینې ستونزې لرلې، خو هغه مهال د کډوالۍ بڼه تر اوسني وضعیت توپیر درلود. د نوموړي په وینا، هغه مهال به ډېری کارګران بریتانیا ته راتلل او بېرته خپلو هېوادونو ته ستنېدل، خو د کډوالۍ وضعیت له هغه وخت راهیسې بدل شوی او په دې اړه باید صادقانه بحث وشي.

برنهم ویلي، د کارګرانو د ازاد تګ راتګ موضوع باید له اروپايي ټولنې سره د اړیکو د پراخې بیاکتنې په چوکاټ کې وڅېړل شي. هغه د کډوالو د معلوماتو شریکولو او د اروپايي ټولنې له اړوندو سیستمونو سره د همکارۍ د بېرته پیلولو موضوع هم مهمه بللې ده.

د بریتانیا د ملي احصایې ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته اوږدمهاله خالص کډوالۍ نږدې نیمایي کمه شوې او ۱۷۱ زرو ته رسېدلې؛ په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۳۳۱ زره وه.

د برنهم څرګندونو د برېکزیټ د ملاتړو غبرګونونه هم راپارولي دي. د کډوالۍ ضد ګوند «ریفورم یوکې» مشر نایجل فراژ د کارګرانو د ازاد تګ راتګ د بیا منلو پر موضوع د برنهم دریځ د برېکزیټ له ملاتړو سره خیانت بللی دی.

برنهم تر دې مخکې هم ویلي وو چې برېکزیټ د بریتانیا لپاره تر ګټې ډېر زیان لرلی او له اروپايي ټولنې سره باید د هېواد اوږدمهاله اړیکې له سره وارزول شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising