لټون

د ۲۰۲۶ کال لپاره کوم هېوادونه کاناډا ته بې ویزې تللای شي؟

3 لړم 1405 - 11:54 957 views
د ۲۰۲۶ کال لپاره کوم هېوادونه کاناډا ته بې ویزې تللای شي؟
.کاناډا ته د سفر لپاره د ۲۰۲۶ کال د ویزې شرایط د مسافرو د تابعیت او سفر د لارې له مخې توپیر لري. افغان پاسپورټ لرونکي عموماً بې ویزې نشي ورتللی

د کاناډا د رسمي لارښود له مخې، د یو شمېر هېوادونو اتباع که د الوتکې له لارې کاناډا ته سفر کوي، د ویزې پر ځای باید برېښنايي سفر اجازه (eTA) ترلاسه کړي. په دې ډله کې د استرالیا، اتریش، بلجیم، فرانسې، جرمني، جاپان، ایټالیا، سویډن، سویس، نیوزیلنډ، پرتګال، قطر، متحده عربي اماراتو، بریتانیا او نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

د دې هېوادونو اتباع عموماً د ځمکې یا سمندر له لارې کاناډا ته د ننوتلو لپاره eTA ته اړتیا نه لري، خو معتبر پاسپورټ او نور اړین اسناد باید ولري.

د امریکا اتباع او د دغه هېواد قانوني دایمي اوسېدونکي، چې معتبر ګرین کارت لري، په ډېرو مواردو کې د کاناډا د سفر لپاره نه ویزې او نه هم eTA ته اړتیا لري؛ خو د ننوتلو نور شرایط باید پوره کړي.

د کومو هېوادونو اتباع په ځانګړو شرایطو کې eTA ترلاسه کولی شي؟

د کاناډا د کډوالۍ اداره د ځینو هغو هېوادونو اتباعو ته هم اجازه ورکوي چې عموماً ویزې ته اړتیا لري، د ځانګړو شرایطو په پوره کولو سره د ویزې پر ځای eTA واخلي.

په دې ډله کې د ارجنټاین، برازیل، مکسیکو، مراکش، فیلیپین، تایلنډ، مالیزیا، اندونیزیا، کوسټاریکا او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع شامل دي.

د دې اسانتیا لپاره غوښتونکی باید د دغو شرایطو له مخې وړ وي: په تېرو لسو کلونو کې یې د کاناډا د لیدنې ویزه ترلاسه کړې وي، یا د غوښتنلیک پر مهال معتبره امریکايي غیرمهاجرتي ویزه ولري. همداراز، باید د الوتکې له لارې کاناډا ته سفر وکړي. که دغه شرایط پوره نه کړي، د لیدنې عادي ویزې ته اړتیا لري. 

د افغانانو لپاره د کاناډا د ویزې شرایط

د کاناډا د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې، د افغانستان د پاسپورټ لرونکي کسان کاناډا ته د سفر لپاره عموماً  ویزې ته اړتیا لري. یوازې د eTA په نوم د برېښنايي اجازې غوښتنه د افغان پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې بدیل نه دی.

د کاناډا د کډوالۍ اداره سپارښتنه کوي چې مسافر د ټکټ اخیستو او سفر له پیل مخکې د خپل تابعیت او اسنادو له مخې د ننوتلو شرایط وګوري. د ویزې یا eTA ترلاسه کول هم په خپله کاناډا ته د ننوتلو تضمین نه کوي؛ وروستۍ پرېکړه د سرحدي چارواکو له خوا کېږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising