لټون

فرانسې د لاریونونو پراختیا د کنټرول په موخه ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل

2 لړم 1405 - 19:39 مینه 54 views
فرانسې د لاریونونو پراختیا د کنټرول په موخه ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل
د امنیتي تدابیرو د سختېدو ترڅنګ، د لوور موزیم په ګډون یو شمېر مشهور فرهنګي ځایونه هم تړل شوي دي.

فرانسوي چارواکو د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پلان شویو لاریونونو له امله ۷۰ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

د راپورونو له مخې، په پاریس او یو شمېر نورو لویو ښارونو کې امنیتي تدابیر سخت شوي او چارواکي هڅه کوي چې د وروستیو تاوتریخوالو، لوټمار او د عامه تاسیساتو د زیانمنېدو مخه ونیسي.

د احتیاطي تدبیر په توګه، د پاریس ځینې مهم فرهنګي او سیاحتي ځایونه، د لوور موزیم په ګډون، تړل شوي دي.





دا لاریونونه لومړی د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي او د ښوونیز نظام د ستونزو په غبرګون کې پیل شوي وو، خو وروسته په ځینو سیمو کې پر تاوتریخوالي، لوټمار او د عامه ودانیو پر ویجاړولو اوښتي دي.

فرانسوي چارواکي وايي، د سوله‌ییزو لاریونونو حق باید خوندي وي، خو د تاوتریخوالي او ورانکارۍ پر وړاندې به جدي چلند وشي.

مینه

خبرېاله

Advertisement Space Available Contact us for advertising