د پاکستان د لاهور ښار د جمعې په سهار، د اکتوبر پر ۲۳مه، د هوا د کیفیت د څارنې د نړیوالې ادارې «IQAir» په نوملړ کې د نړۍ تر ټولو ککړ ښار و، چې د هوا د ککړتیا شاخص یې ۴۱۰ ته رسېدلی و.
د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، په لاهور کې د هوا ککړتیا د روغتیا او چاپېریال له مهمو ستونزو څخه ده، چې په ځانګړي ډول د ژمي په میاشتو کې د لوګي او دوړو یا سموګ له زیاتېدو سره جدي کېږي.
د IQAir د معلوماتو له مخې، د هند پلازمېنه نوي ډیلي د هوا د ککړتیا د ۲۰۳ شاخص په لرلو دویم او د افریقا د سینیګال پلازمېنه ډاکار د ۱۹۶ شاخص په لرلو درېیم ځای خپل کړی و. لاهور د پاکستان یوازینی ښار و چې د نړۍ د ۲۰ تر ټولو ککړو ښارونو په نوملړ کې شامل و، خو کراچۍ د ۱۱۰ شاخص په لرلو د یادې ادارې په پراخ نوملړ کې راغلې وه.
د هوا ککړتیا د روغتیا لپاره جدي ګواښ
د IQAir د معلوماتو له مخې، په لاهور کې د PM2.5 په نوم د ډېرې وړې ذرې لرونکو ککړونکو موادو کچه د روغتیا نړیوال سازمان له کلني وړاندیز شوي حد څخه ۴۵.۲ ځله لوړه ثبت شوې وه.
PM2.5 هغه واړه ذرات دي چې قطر یې ۲.۵ مایکرو متره یا تر دې کم وي. دغه ذرات د تنفس له لارې سږو ته ننوځي او د اوږدې مودې لپاره ورسره مخ کېدل د زړه، سږو او نورو روغتیايي ستونزو خطر زیاتولای شي.
IQAir د لاهور اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې چې په ککړه هوا کې له بهرني ورزش څخه ډډه وکړي، د کورونو کړکۍ وتړي، بهر د تګ پر مهال ماسک وکاروي او د امکان په صورت کې په کورونو کې د هوا پاکوونکي وسایل نصب کړي.
د هوا د ککړتیا مهم لاملونه صنعتي لوګي، د موټرو لوګي، د کرنیزو پاتې شونو سوځول او هغه هوايي شرایط دي چې د ککړې هوا د خپرېدو مخه نیسي. د دې ستونزې دوام د عامې روغتیا، چاپېریال او د ښاري اوسېدونکو د ورځني ژوند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.