راپور ښيي چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۱۷مې پورې له پاکستانه افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو ټول شمېر ۲ میلیونه او ۷۴۴ زره او ۶۸ تنو ته رسېدلی دی. په دې شمېر کې په خپله خوښه ستنېدونکي او په زور ایستل شوي کسان شامل دي.
د راپور له مخې، په وروستۍ اوونۍ کې ۸۳ سلنه ستانه شوي افغانان قانوني اسناد نه لري، ۹ سلنه د افغان تابعیت کارتونه او ۸ سلنه د ثبت کارتونه لري.
د نیول کېدو وېره د ستنېدو اصلي لامل بلل شوې ده؛ ۹۵ سلنه بېاسناده افغانانو او د تابعیت کارت لرونکو، او ۶۸ سلنه د ثبت کارت لرونکو کسانو دا اندېښنه د بېرته ستنېدو لامل ښودلی دی.
په همدې موده کې ۴۹۹ افغانان له پاکستانه شړل شوي دي. د اکتوبر له ۴مې تر ۱۰مې اوونۍ سره په پرتله، د افغانانو ټولې ستنېدنې ۱۰ سلنه او شړل کېدل ۴۸ سلنه کم شوي دي. افغانان د تورخم، چمن او بهرامچې له لارو هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بشري ناورین، بېکارۍ، بېوزلۍ او د لومړنیو روغتیايي او خوراکي خدمتونو له کمښت سره مخ دی. نړیوالې ادارې اندېښنه لري چې په زور ستنېدل، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د کار، استوګنې او خوندیتوب امکانات نه لري، ستونزې لا زیاتولی شي.