ټرمپ د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، د امریکا د فلوریډا ایالت په فورټ مایرز ښار کې یوې غونډې ته وویل: «ښايي یو بل کوچنی عملیات، د حماسي غوسې په نوم، ترسره کړو، یا هغوی به هوکړه وکړي.»
نوموړي ادعا کړې چې د «نیمې شپې څټک» او «حماسي غوسې» په نوم عملیاتو د ایران د اټومي پروګرام وړتیاوې سختې زیانمنې کړې دي. هغه ویلي، د واشنګټن موخه دا ده چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي. ټرمپ همداراز وړاندوینه کړې چې د تېلو بیې به ډېر ژر په پام وړ کچه راټیټې شي.
بلخوا، ایراني چارواکو د امریکا د احتمالي نوي برید په اړه د سخت غبرګون خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ یو ځل بیا د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر مهال له ایران سره شوې اټومي هوکړه هم ناسمه بللې او ادعا یې کړې چې هغې تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لاره هواروله.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، خو د دواړو لورو ترمنځ د هوکړې په اړه اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.