هغې د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، افغانستان له ۱۹۴۶ کال راهیسې د دغه سازمان غړیتوب لري او ملګرو ملتونو د جګړو او کړاوونو پر مهال د افغانانو ملاتړ کړی دی.
فاطمې ویلي، ملګرو ملتونو او شریکانو یې د طبیعي پېښو، وچکالۍ، بېځایه کېدو او بشري بېړنیو حالاتو پر مهال له افغانانو سره مرستې کړې دي. هغې د ښځو، ځوانانو، ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او بشري مرستو د فعالانو هڅې هم ستایلې دي.
د یوناما مشرې چې د اکتوبر په ۱۸مه یې په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړی، ویلي چې د افغانانو کلتور او بډایه میراث ته په درناوي به د خلکو غږ اوري او له هغوی سره به کار کوي.
هغې زیاته کړې چې افغانستان له مهمو ننګونو سره مخ دی، خو د افغانانو وړتیاوې، هیلې او ظرفیتونه تر دغو ننګونو لوی دي. فاطمې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه به د افغانانو د کرامت، فرصتونو او هوساینې د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.