د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، د ترکیې په استانبول کې په ګډه غونډه کې د فلسطین، یمن او ایران په ګډون د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
دوی په یوه ګډه اعلامیه کې د فلسطین د خپلواک دولت د جوړېدو ملاتړ کړی او غوښتي یې دي چې غزې ته بشري مرستې په دوامداره توګه ورسېږي. دوی همداراز د یمن له حوثیانو غوښتي چې پر سعودي عربستان او سوداګریزو بېړیو بریدونه ودروي او بېرته سیاسي خبرو ته وګرځي.
څلورو هېوادونو د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د کړکېچ د حل لپاره هم پر خبرو او ډیپلوماسۍ ټینګار کړی او د جګړې د پراخېدو د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.
دا غونډه په داسې حال کې شوې چې د سیمې د امنیت او د نړیوالو سوداګریزو لارو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د مکې ګډه دفاعي هوکړه هم د امنیتي همکاریو له مهمو موضوعاتو څخه ده.
د فلسطین د روغتیايي سرچینو د اکتوبر د ۱۹مې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۷۴ زره او ۴۸۰ ته رسېدلی او ۱۷۵ زره او ۵۳۹ نور ټپیان شوي دي.