لټون

ملګري ملتونه اروپايي هېوادونو ته: افغانان په زور افغانستان ته مه ستنوئ

2 لړم 1405 - 09:33 96 views
ملګري ملتونه اروپايي هېوادونو ته: افغانان په زور افغانستان ته مه ستنوئ
ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د احتمالي ځورونې او بشري حقونو سرغړونو له خطر سره د افغانانو له جبري ستنولو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو له اروپايي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغان کډوال په زور افغانستان ته ونه شړي، ځکه په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اکتوبر په ۲۲مه په یوه اعلامیه کې ویلي، ښځې او نجونې له پراخو او سیستماتیکو محدودیتونو او ځورونې سره مخ دي، چې ښايي د بشریت پر ضد جنایتونو کچې ته ورسېږي. دوی همداراز د قومي او مذهبي لږکیو، خبریالانو، د بشري حقونو مدافعانو، پخوانیو امنیتي ځواکونو او ځینو پخوانیو دولتي کارکوونکو پر وړاندې د شکنجې او ناقانونه وژنو په اړه اندېښنه ښودلې ده. 

کارپوهانو ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه باید د هر افغان د بېرته ستنولو تر پرېکړې مخکې د هغه شخصي وضعیت او احتمالي خطرونه وارزوي. د دوی په وینا، د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅوک داسې هېواد ته نه شي ستنول کېدای چې هلته د شکنجې، ځورونې یا نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ وي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې اروپايي ټولنه د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره هڅې کوي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي. د ۲۰۲۶ کال په جون کې د طالبانو یو پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له استازو سره د افغانانو د بېرته ستنولو او اړوندو قونسلي چارو په اړه خبرې کړې وې. 

د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د بشري حقونو د روښانه شرطونو پرته تعامل د سرغړونو عادي کېدو ته لاره هوارولی شي. دوی غوښتنه کړې چې د نجونو پر زده‌کړو د شپږم ټولګي پورته بندیز لرې کول او د بشري حقونو په وضعیت کې عملي بدلونونه باید له طالبانو سره د اړیکو مهم شرطونه وي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising