لټون

ابراهیم او راشد وځلېدل؛ افغانستان د درې اړخیز سیریز اتل شو

1 لړم 1405 - 20:38 ذبیح الله شینواری ذبیح الله شینواری 166 views
ابراهیم او راشد وځلېدل؛ افغانستان د درې اړخیز سیریز اتل شو
افغانستان د متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ وګټله
افغانستان د متحده عربي اماراتو کې د کرکټ د درې اړخیزو سیالیو لوبلړۍ وګټله
په پایلوبه کې زمبابوې لومړۍ توپوهنه وکړه او د افغان توپ اچوونکو د غوره لوبې له امله یې ټول لوبغاړي په ۱۶۹ منډو وسوځېدل. د زمبابوې لپاره سکندر رضا تر ټولو ښه وځلېد او ۶۸ منډې یې وکړې.
د افغانستان له لوري راشد خان ۳ ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې محمد نبي، بلال سمیع او فضل‌الحق فاروقي هم د زمبابوې د بیټینګ کرښه تر فشار لاندې وساتله. د افغان لوبغاړو ښې توپ اچونې او چټکې ډګر ساتنې د زمبابوې د کم هدف په ټاکل کېدو کې مهم رول ولوباوه.
د ۱۷۰ منډو هدف په تعقیب کې ابراهیم ځدراڼ یو ځل بیا د افغانستان د بریا اتل وګرځېد.
نوموړي په ۹۶ توپونو ۷۰ منډې وکړې او تر اخره ناسوځېدلی پاتې شو.


رحمت شاه ۴۳ منډې جوړې کړې او له ابراهیم سره یې د هدف په تعقیب کې مهمه ملګرتیا وکړه، وروسته حشمت‌الله شهیدي هم ناسوځېدلی پاتې شو. افغانستان هدف یوازې په ۳۴.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په له لاسه ورکولو پوره کړ.


د یو ورځنیو سیالیو دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوه، چې پکې افغانستان، زمبابوې او بنګله‌دېش شامل وو. د سیریز لوبې په شارجه او ابوظبي کې ترسره شوې او افغانستان د سیریز په لومړنیو لوبو کې په لوی توپیر خپلو دواړو سیالانو ته سترې ماتې ورکړې.

افغانستان په لومړي پړاو کې لومړی زمبابوې ته په ۱۵۸ منډو ماتې ورکړه او وروسته یې بنګله‌دېش ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه، چې له دې سره یې پایلوبې ته لار وموندله. زمبابوې بیا د بنګله‌دېش پر وړاندې بریا ترلاسه کړې وه او د افغانستان سره یې پایلوبې ته لاره پیدا کړې وه.
ذبیح الله شینواری
ذبیح الله شینواری

خبریال او لیکوال

Advertisement Space Available Contact us for advertising