لټون

افغانستان او زیمبابوې د درې اړخیزو سیالیو په فاینل کې د جام لپاره مخامخ کېږي

30 تله 1405 - 23:19 عمر 82 views
افغانستان او زیمبابوې د درې اړخیزو سیالیو په فاینل کې د جام لپاره مخامخ کېږي
دغه لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجه په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د سیالیو اتل به پکې وټاکل شي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا جمعه د درې اړخیزو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې له زیمبابوې سره مخامخېږي.
دغه لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجه په کرېکټ لوبغالي کې ترسره کېږي او د سیالیو اتل به پکې وټاکل شي.
افغانستان د مقدماتي پړاو په سیالیو کې د زیمبابوې او بنګله‌دېش پر وړاندې د بریاوو له ترلاسه کولو وروسته فاینل ته لار پیدا کړه. زیمبابوې هم د اړتیا وړ امتیازونو په ترلاسه کولو سره پایلوبې ته ورسېده، خو بنګله‌دېش له سیالیو بهر شو.
ټاکل شوې ده چې لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیل شي.
رحمت شاه، صدیق الله اتل، ابراهیم ځدراڼ او رحمن الله ګربز د افغانستان د توپ وهنې مهم لوبغاړي بلل کېږي، په داسې حال کې چې راشد خان او عظمت الله عمرزی به د توپ اچونې په برخه کې کلیدي رول ولوبوي.
افغانستان اوس د اتلولۍ له جام څخه یوازې یوه بریا واټن لري او هڅه کوي چې د خپل کرېکټ په تاریخ کې یو بل مهم ویاړ هم ثبت کړي.
عمر

پروډیوسر

Advertisement Space Available Contact us for advertising