د فرانسې خبري اژانس او نورو اروپايي رسنیو د راپورونو له مخې، رواندا د دغو مرکزونو د جوړولو لپاره له احتمالي هېوادونو څخه ګڼل کېږي. د یادو پنځو هېوادونو استازو په وروستیو میاشتو کې له روانډايي چارواکو سره خبرې کړې دي، خو د تړون وروستی کېدل او د مرکز د کوربه هېواد رسمي اعلان لا هم مهم پړاوونه دي.
د دې طرحې له مخې، هغه کسان چې د پناه غوښتنې قضیې یې بشپړ رد شوې وي او بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته یې ستنول ستونزمن وي، ښايي له اروپايي ټولنې بهر یوه درېیم هېواد ته ولېږدول شي. د ګډون کوونکو هېوادونو موخه دا ده چې د هغو کسانو د ستنولو بهیر چټک کړي چې د اروپا د پاتې کېدو قانوني شرایط نه پوره کوي.
ازمایښتي پروژه او د پلي کېدو وخت
د اروپايي هېوادونو د پلان له مخې، د بېرته ستنېدو لومړني مرکزونه ښايي په ۲۰۲۷ کال کې فعالیت پیل کړي. په لومړي پړاو کې د محدود شمېر کسانو د لېږدولو طرحه تر بحث لاندې ده، څو د دې سیستم عملي او اداري چارې وارزول شي.
اروپايي چارواکي وایي، دغه مرکزونه باید د عادي توقیف ځایونو پر ځای د استوګنې او بېرته ستنېدو لپاره ځانګړي مرکزونه وي. په دې اړه لا هم د استوګنې شرایط، د لېږد څرنګوالی او له کوربه هېواد سره د احتمالي تړون جزئیات د خبرو موضوعګانې دي.
رواندا تر دې مخکې هم د کډوالو د لېږد په تړاو له اروپايي هېوادونو سره د بحثونو برخه وه. د دغه هېواد په ګاشورا سیمه کې د ترانزیټ یو مرکز هم شته چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د لیبیا له لارې راوتلو ځینو کډوالو ته پکې ځای ورکړل شوی دی.
د بشري حقونو اندېښنې
د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټونه اندېښنه لري چې له اروپايي ټولنې بهر د پناه غوښتونکو لېږدول ښايي د هغوی د قانوني خوندیتوب، د استوګنې شرایطو او د پناه غوښتنې د حق په اړه ستونزې رامنځته کړي.
د اروپايي پارلمان د څېړنیزو معلوماتو له مخې، د دې ډول مرکزونو د قانوني فعالیت لپاره باید د هر کس په اړه قانوني پرېکړه موجوده وي، د اروپايي قوانینو رعایت تضمین شي او د مرکزونو د وضعیت د څارنې لپاره خپلواک میکانیزمونه رامنځته شي.
منتقدان وایي، که د دغو ضمانتونو عملي کېدل روښانه نه وي، نو د کډوالو د حقونو د نقض او د ناوړه چلند خطر زیاتېدای شي. د طرحې ملاتړي بیا استدلال کوي چې دا مرکزونه د هغو کسانو د ستنولو لپاره یوه بدیله لاره برابرولی شي چې د اروپا د پاتې کېدو قانوني حق یې له لاسه ورکړی وي.
د بریتانیا د پخوانۍ طرحې تجربه
بریتانیا په ۲۰۲۲ کال کې هم پلان درلود چې ځینې پناه غوښتونکي رواندا ته ولېږي، خو دغه طرحه د حقوقي ستونزو او پراخو نیوکو له امله عملي نه شوه. په ۲۰۲۴ کال کې د بریتانیا نوي حکومت دغه سیاست پرېښود.
د اروپايي هېوادونو اوسنی وړاندیز له هغې طرحې سره ځینې توپیرونه لري، ځکه تمرکز یې پر هغو کسانو دی چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي او د بېرته ستنېدو پرېکړه یې وروستۍ شوې ده.
سره له دې، د رواندا د احتمالي انتخاب، د تړون د شرایطو او د کډوالو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې لا روانې دي. له همدې امله، د دې طرحې عملي کېدل به د راتلونکو مذاکراتو او قانوني ضمانتونو پورې تړلي وي.