لټون

د ټرمپ ادارې له ۳۰۰ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې

29 تله 1405 - 11:19 240 views
د ټرمپ ادارې له ۳۰۰ زرو ډېرې ویزې لغوه کړې
د ټرمپ ادارې د کډوالۍ د محدودولو په لړ کې له ۳۰۰ زرو ډېرې امریکايي ویزې لغوه کړې دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ راهیسې تر ۳۰۰ زرو ډېرې امریکايي ویزې لغوه کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۰مه، دا شمېره اعلان کړه؛ هغه اقدام چې په امریکا کې د کډوالۍ پر وړاندې د محدودیتونو د زیاتولو د پالیسۍ برخه بلل کېږي.

د دغه وزارت ویاند ټامي پیګوټ په ټولنیزه شبکه اېکس کې ویلي، د ټرمپ ادارې د پخوانیو امریکايي حکومتونو په پرتله په چټکۍ سره ویزې لغوه کړې دي. د نوموړي په وینا، دا پالیسي د هغو بهرنیو وګړو پر وړاندې عملي کېږي چې قانون ماتوي، په درغلیو کې لاس لري یا د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د بهرنیو چارو وزارت تازه شمېره د اګست میاشتې له اعلان سره د پام وړ توپیر لري. هغه مهال امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ټرمپ د دویمې دورې له پیل راهیسې تر ۱۷۵ زرو ډېرې ویزې لغوه شوې وې. نوې شمېره ښيي چې په وروستیو میاشتو کې د ویزو د لغوه کولو بهیر چټک شوی دی.
Advertisement Space Available Contact us for advertising