لټون

اروپايي ټولنې ته ناقانونه سرحدي تګ راتګ د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۳۲ سلنه کم شوی

28 تله 1405 - 15:14 86 views
اروپايي ټولنې ته ناقانونه سرحدي تګ راتګ د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې ۳۲ سلنه کم شوی
د فرونټکس د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې اروپايي ټولنې ته د ناقانونه سرحدي تګ راتګ څه باندې ۹۱ زره پېښې ثبت شوې دي.Photo: Reuters

اروپايي ټولنې ته د ناقانونه سرحدي تګ راتګ پېښې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳۲ سلنه کمې شوې دي. د اروپا د سرحدونو او ساحلي ساتنې ادارې «فرونټکس» د لومړنیو شمېرو له مخې، په دې موده کې د اروپايي ټولنې پر بهرنیو پولو د ناقانونه تګ راتګ څه باندې ۹۱ زره پېښې ثبت شوې دي. 

د راپور له مخې، د تګ راتګ تر ټولو لوی کمښت د مدیترانې سمندر په مرکزي مسیر کې ثبت شوی، چې پېښې یې ۵۶ سلنه کمې شوې دي. برعکس، د مدیترانې په لوېدیځ مسیر کې د ناقانونه تګ راتګ پېښې ۲۶ سلنه زیاتې شوې دي. دا یوازینی لوی مسیر دی چې په کې د پېښو شمېر لوړ شوی دی. 

د فرونټکس د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د مدیترانې په ختیځ مسیر کې هم شاوخوا ۳۱ زره او ۸۰۰ پېښې ثبت شوې دي، چې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۵ سلنه کمښت ښيي. د مرکزي مدیترانې له لارې د تګ راتګ په برخه کې لیبیا د کډوالو د وتلو له مهمو مرکزونو څخه پاتې شوې ده.

د کډوالۍ او کورنیو چارو په برخه کې د اروپايي کمېسیون غړي، مګنوس برونر، ویلي چې د ناقانونه سرحدي تګ راتګ د پېښو کمېدل د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د سیاست د اغېزمنتیا ښکارندويي کوي. خو نوموړي خبرداری ورکړی، چې د انسانانو د قاچاق شبکې خپلې لارې او کړنلارې بدلوي.

برونر زیاته کړې، اروپايي ټولنه غواړي د فرونټکس واکونه پراخ کړي او د روان کال تر پایه د بېړني غبرګون لپاره نوی اروپايي چوکاټ رامنځته کړي، څو د کډوالۍ د مسیرونو بدلونونو ته پر وخت ځواب ووایي.

د فرونټکس په شمېرو کې د سرحدي تګ راتګ ثبت شوې پېښې شمېرل کېږي، نه په جلا توګه د ټولو هغو کسانو شمېر چې اروپا ته داخل شوي دي؛ ځکه یو کس ښايي په بېلابېلو وختونو یا ځایونو کې څو ځله ثبت شي. 





Advertisement Space Available Contact us for advertising