لټون

حوثیانو یمن کې پر پوځي روزنیز کمپ برید کړی؛ ۱۸ کسان وژل شوي

27 تله 1405 - 14:49 100 views
حوثیانو یمن کې پر پوځي روزنیز کمپ برید کړی؛ ۱۸ کسان وژل شوي
د یمن په شبوه ولایت کې پر یوه پوځي روزنیز کمپ د حوثیانو په برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.


رویټرز خبري اژانس د یمن د څلورو حکومتي او طبي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه برید د دوشنبې په ورځ د شبوه ولایت پر یوه پوځي روزنیز کمپ شوی دی.

سرچینو ویلي، په برید کې مرګ‌ژوبله اوښتې، خو د ټپیانو د شمېر او د برید د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

حوثیان د یمن یوه وسله‌واله ډله ده چې له ایران سره نږدې اړیکې لري او له کلونو راهیسې د یمن له نړیوالې پېژندل شوې حکومت سره په جګړه کې ښکېل دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising