مکرون د یکشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۸مه) د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو پر مهال د تاوتریخوالي، لوټمار او عامه ودانیو د ویجاړولو په غبرګون کې ملت ته په ټلوېزیوني وینا کې وویل، هغه کسان چې دولتي او عامه شتمنۍ یې زیانمنې کړې، باید د خپلو کړنو مسوولیت ومني.
هغه په خپله ایکسپاڼه کې هم د هغو کسانو د حساب ورکولو خبره کړې چې د جمهوریت د نسکورولو هڅه یې کړې ده.
په فرانسه کې د ژوند د لګښتونو د لوړېدو او د ښوونیز نظام د ستونزو پر وړاندې لاریونونه وروسته له هغې په تاوتریخوالي واوښتل چې په یو شمېر ښارونو کې هټۍ لوټ شوې، اورلګونې وشوې او پر دولتي ودانیو بریدونه وشول. د لیموژ ښار تاریخي ښاروالۍ ودانۍ هم د اورلګېدنې له امله سخته زیانمنه شوې ده.
د فرانسې چارواکو ویلي، د دغو لاریونونو په تړاو له دوو زرو ډېر کسان نیول شوي او له ۶۰۰ ډېر پولیس، د ژاندارمري غړي او اوروژونکي ټپیان شوي دي.
مکرون د وینا پر مهال د سولهییز لاریون او تاوتریخوالي ترمنځ پر توپیر ټینګار وکړ او ویې ویل، د خلکو مشروع غوښتنې باید له هغو کسانو سره ګډې نه شي چې د لاریونونو په پلمه عامه شتمنۍ ویجاړوي او لوټماري کوي.
نوموړي له سیاسي ګوندونو هم وغوښتل چې تاوتریخوالی وغندي او د هېواد د امنیت او عامه نظم د ساتلو لپاره مسوولانه چلند وکړي.
دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې فرانسه د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته چمتووالی نیسي او د حکومت پر امنیتي تګلارو او د لاریونونو د مدیریت پر څرنګوالي سیاسي نیوکې زیاتې شوې دي.