لټون

جرمني له پاکستانه د لېږد په تمه د ۳۰ افغان کورنیو ویزې نه دي منلي

27 تله 1405 - 08:34 79 views
جرمني له پاکستانه د لېږد په تمه د ۳۰ افغان کورنیو ویزې نه دي منلي
جرمني له پاکستانه دغه هېواد ته د لېږد په تمه د ۳۰ څخه د زیاتو افغان کورنیو د ویزو غوښتنې رد کړې دي

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني فدرالي اساسي قانون محکمې حکم کړی، چې حکومت نه شي کولای د دغو افغانانو د منلو پخوانۍ ژمنې له انفرادي ارزونې پرته لغوه کړي.

د جرمني ورځپاڼې «فرانکفورتر روندشاو» راپور ورکړی، چې د محکمې د حکم له صادرېدو وروسته د افغان کورنیو دوسیې بیا ارزول شوي، خو له دې سره سره د هغو څه باندې ۳۰ کورنیو له ډلې هېڅ یوې ته ویزې نه دي ورکړل شوي چې دوسیې یې بیا څېړل شوې وې.

د جرمني فدرالي اساسي قانون محکمې د جولای په ۲۲مه د یوې افغانې مېرمنې او د هغې د دوو کم‌عمره زامنو د شکایت په اړه پرېکړه وکړه. محکمې ویلي وو، چې د «بشري حقونو د نوملړ» پروګرام له مخې د افغانانو د منلو ژمنو په ټولیز ډول لغوه کول د دولت له‌خوا د خپل‌سري اقداماتو د منع کولو له اساسي قانوني اصل سره په ټکر کې دي.

محکمې ټینګار کړی و، چې چارواکي باید د منلو د پخوانیو ژمنو د لغوه کولو پر مهال د هر غوښتونکي انفرادي وضعیت په پام کې ونیسي. خو دې پرېکړې حکومت مکلف نه کړ چې ټولو غوښتونکو ته په اتومات ډول ویزې ورکړي.

د راپور له مخې، شاوخوا ۵۰۰ افغانان چې مخکې یې جرمني ته د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې، لا هم په پاکستان کې پاتې دي او د خپل راتلونکي او خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. په دوی کې پخواني قاضیان، د استخباراتي ادارو کارکوونکي او د ښځو د حقونو فعالان هم شامل دي چې افغانستان ته د ستنېدو په صورت کې د طالبانو له‌خوا د ځورونې له خطر سره مخ کېدای شي.

د جرمني حکومت د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې هغو شاوخوا ۶۴۰ افغانانو ته د منلو پخوانۍ ژمنې لغوه کړې وې چې لا جرمني ته نه وو تللي. حکومت هغه مهال ویلي وو چې غواړي د داوطلبانه منلو پروګرامونه تر ممکنه حده پای ته ورسوي.

د روان کال په سپټمبر کې د جرمني څو حقوقي ټولنو او د افغان کډوالو د ملاتړ یوه سازمان د دغه هېواد د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیرانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و، چې د افغانانو د دوسیو بیا ارزونه باید د هر غوښتونکي وضعیت په جدي او انفرادي څېړنه ولاړه وي.

د دغو سازمانونو په وینا، د منلو په تمه افغانانو په ډله کې ۵۴۳ کسان شامل وو، چې ۱۷۱ یې ښځې او ۲۳۶ یې ماشومان دي. د دوی ځینو لا له وړاندې د جرمني امنیتي ارزونې هم بشپړې کړې وې.

د افغان ښځو وضعیت په ځانګړي ډول د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې په ۲۰۲۴ کال کې ویلي وو، چې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه د ځورونې بڼه لرلای شي. د محکمې د پرېکړې له مخې، د پناه غوښتنې د ارزونې پر مهال د یوې افغانې مېرمنې جنسیت او تابعیت، د هغې د ځانګړو شرایطو په پام کې نیولو سره، د ځورونې د خطر د پېژندلو لپاره کافي کېدای شي.

سره له دې، په پاکستان کې د پاتې افغانانو برخلیک لا هم نامعلوم دی او د جرمني د حکومت د بیا ارزونې بهیر تر اوسه د یادو کورنیو لپاره د ویزو د ترلاسه کولو لامل نه معلوم.


Advertisement Space Available Contact us for advertising