لټون

د هاګ محکمې ته د منظور پښتین انلاین وینا؛ پر پاکستاني پوځ نیوکې

26 تله 1405 - 15:32 60 views
د هاګ محکمې ته د منظور پښتین انلاین وینا؛ پر پاکستاني پوځ نیوکې


پښتین ویلي، چې له تېرو ۲۳ کلونو راهیسې میلیونونه پښتانه د جګړو له امله له کړاوونو سره مخ دي او په سیمو کې یې لا هم وینه بهېږي.

نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان پوځ او استخبارات په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي او روزي یې، او وروسته د دغو ډلو د فعالیتونو په پلمه پوځي عملیات ترسره کوي.

د پښتین په وینا، د پاکستان پوځ له ۲۰۰۴ کال راهیسې لسګونه لوی او زرګونه واړه پوځي عملیات کړي، خو دغو عملیاتو په سیمه کې د امنیت په ټینګښت کې د پام وړ پایله نه ده لرلې. هغه ادعا کړې، چې د عملیاتو تر څنګ د سیمې طبیعي زېرمې هم لوټل شوې دي.

هغه د کرمې، اورکزیو، باجوړ، سویلي وزیرستان، بونیر او سوات سیمې د پوځي عملیاتو له امله د خلکو د بې‌ځایه کېدو له بېلګو یادې کړې او ویلي یې دي، چې یو شمېر اوسېدونکو خپلو سیمو ته له ستنېدو وروسته خپل کورونه او هټۍ ویجاړې موندلې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر همداراز د پاکستان پوځ په یادو سیمو کې د ماینونو په ښخولو تورن کړی او ادعا یې کړې، چې د دغو ماینونو چاودنو سلګونه کسان وژلي یا ټپیان کړي دي.

پښتین زیاته کړې، چې ځینې بې‌ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته تر ستنېدو وروسته د پوځ په امنیتي پوستو کې له سپکاوي او سختو پلټنو سره هم مخ کېږي.

د منظور پښتین دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ او خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه د هغه د نیوکو برخه ده. په دې راپور کې د نوموړي تورونه د هغه د وینا له مخې بیان شوي او د پاکستان د پوځ د غبرګون په اړه معلومات نه دي وړاندې کړي.




Advertisement Space Available Contact us for advertising