ترکي رسنیو د شنبې په ورځ، د تلې په ۲۵مه، راپور ورکړی چې پولیسو په ادرنه ښار کې د تلاشیو پر مهال ۲۷ افغان او پاکستاني پناهغوښتونکي نیولي دي. دغه کسان له اداري پړاوونو وروسته د ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي.
په قیصریه ښار کې بیا امنیتي ځواکونو د هغو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته عملیات کړي چې له مخې یې ځینې کسان غوښتل پناهغوښتونکي د جعلي اسنادو په کارولو له ترکیې بهر ولېږدوي.
د راپور له مخې، پولیسو د جمعې په ورځ د مالاتیا پر لور پر غځېدلي سړک دوه موټر درولي دي. په یوه موټر کې ۳۱ افغان پناهغوښتونکي سپاره وو، خو بل موټر د مخکښ موټر په توګه کارول کېده، څو د پولیسو د تلاشۍ پوستې وپېژني او د تېرېدو لپاره لاره برابره کړي.
په دغو عملیاتو کې ۳۱ افغان پناهغوښتونکي او څلور نور کسان نیول شوي دي. د راپور له مخې، نیول شوي پناهغوښتونکي به له قانوني پړاوونو وروسته د اېستلو لپاره د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونو ته ولېږدول شي او څلور تورن کسان به تر پوښتنو ګروېږنو وروسته محکمې ته معرفي شي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې د شمېرو له مخې، افغانان لا هم په دغه هېواد کې د نیول شویو کډوالو او پناهغوښتونکو په ډله کې د پام وړ ونډه لري.
بلخوا، یو شمېر افغان پناهغوښتونکي شکایت کوي چې په ترکیه کې د نیول کېدو او افغانستان ته د جبري ستنولو پر مهال له وهلو ټکولو او سپکاوي ډک چلند سره مخ کېږي. د دوی په وینا، ځینې کسان د بېرته ستنولو پر مهال په زور الوتکو ته پورته کېږي.