د دغو سازمانونو د اکتوبر د ۱۵مې د ګډ راپور له مخې، دغه شمېر د افغانستان د نفوس شاوخوا ۳۸ سلنه جوړوي او د تېر کال د ورته مودې په پرتله به د خوړو له سخت کمښت سره د مخ کسانو شمېر زیات شي.
راپور اټکل کوي چې له دې ډلې به شاوخوا پنځه میلیونه کسان د لوږې له بېړني وضعیت سره مخ شي او د ژوند ژغورلو لپاره به بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا ولري. د لوږې تر ټولو سخت وضعیت په بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې اټکل شوی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او تمه ده چې په ۲۰۲۷ کال کې نږدې څلور میلیونه ماشومان او ښځې د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا پیدا کړي. د دغو پېښو شاوخوا څلورمه برخه به د خوارځواکۍ سختې او د ژوند ګواښوونکې پېښې وي.
د لوږې د زیاتېدو لاملونه
د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې استازي ریچارډ ټرېنچارډ ویلي چې د سږ کال د کرنیزو حاصلاتو ښهوالی د افغان بزګرانو وړتیا ښيي، خو هغه کورنۍ چې ثابت عاید نه لري، لا هم د مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري.
نوموړي ټینګار کړی چې د لوږې د کمولو لپاره باید له بزګرانو سره پر وخت مرسته وشي، کرنیز فعالیتونه پیاوړي شي او خلکو ته د کار او عاید د ترلاسه کولو فرصتونه برابر شي.
د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې مشر جان ایلیف هم خبرداری ورکړی چې د لوږې او خوارځواکۍ ستونزې پراخېږي، په ورته وخت کې د بشري مرستو لپاره مالي سرچینې کمې شوې دي.
د راپور له مخې، د خوراکي توکو او ترانسپورټ لوړ لګښتونه، بېکاري، د بشري مرستو کمښت او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو پراخ بېرته ستنېدل د کورنیو پر اقتصادي وضعیت فشار زیاتوي.
که څه هم په ۲۰۲۶ کال کې د ورښتونو او کرنیزو حاصلاتو وضعیت د ډېرو بزګرانو لپاره ښه و، خو د عاید کموالی او د خوراکي توکو د پېرلو ناتواني د دې لامل شوی چې ګڼې کورنۍ لا هم د کافي او مغذي خوړو له برابرولو سره ستونزې ولري.
دواړو سازمانونو غوښتنه کړې چې د ژمي له رارسېدو مخکې دې خوراکي مرستې، د کرنې بېړنی ملاتړ او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې پروګرامونه پراخ شي، څو د اړمنو کورنیو د لوږې او د ژوند د ګواښونکو ستونزو مخه ونیول شي.