سيبياېس نیوز د اکتوبر د ۱۵مې د راپور له مخې، دغه پلانونه د ایران د پوځي اهدافو په نښه کولو لپاره چمتو شوي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر عملي کېدای شي.
خو د دې پلانونو چمتو کېدل په دې معنا نه دي چې ټرمپ د دغه بم د کارولو وروستۍ پرېکړه کړې یا پر ایران د برید امر یې صادر کړی دی.
د راپور له مخې، د امریکا چارواکو ویلي چې واشنګټن د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره بېلابېل انتخابونه تر غور لاندې لري. سپینې ماڼۍ د پوځي پلانونو په اړه له څرګند نظر ورکولو ډډه کړې ده.
«د بمونو مور» څه ډول وسله ده؟
د «بمونو مور» یا MOAB رسمي نوم GBU-43/B دی. دا د امریکا له تر ټولو ځواکمنو غیرهستهيي بمونو څخه دی چې د پراخې چاودنې او په لویه ساحه کې د ویجاړۍ لپاره جوړ شوی دی.
د الجزیرې د معلوماتو له مخې، د دغه بم ټول وزن شاوخوا ۹.۸ ټنه دی او نږدې ۸.۵ ټنه چاودېدونکي مواد لري. دا بم د اټومي وسلو په څېر د هستوي غبرګون له لارې نه، بلکې د دودیزو چاودېدونکو موادو په وسیله چاودنه رامنځته کوي.
امریکا دغه بم په لومړي ځل د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۳مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پر یوه سمڅیزه او تونلي کمپلکس وکاراوه. دا د دغه ډول بم لومړی ثبت شوی جنګي استعمال و.
د پوځي چارو د شنونکو په وینا، د دغه بم وړتیا د ځمکې پر مخ د اهدافو پر وړاندې د پام وړ ویجاړۍ رامنځته کولای شي؛ خو د ژورو ځمکلاندې او کلکو کانکریټي تاسیساتو د له منځه وړلو وړتیا یې د هدف له جوړښت او ژوروالي سره تړاو لري.
د ایران پر وړاندې د دغه بم د احتمالي کارولو په اړه راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي کړکېچ دوام لري. تر اوسه په یاد راپور کې د دې وسلې د کارولو لپاره د وروستۍ پرېکړې یا د برید د کره نېټې یادونه نه ده شوې.