لټون

د یونان او ترکیې پولې ته نږدې د کډوالو د قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي

23 تله 1405 - 16:31 21 views
د یونان او ترکیې پولې ته نږدې د کډوالو د قاچاق په تور شپږ کسان نیول شوي
د یونان پولیسو د ترکیې پولې ته نږدې د کډوالو د قاچاق په تور شپږ کسان نیولي دي. انځور: د یونان پولیس

د یونان د پولیسو د اکتوبر د ۱۴مې د اعلامیې له مخې، نیول شوي کسان پنځه بهرني وګړي او یو یونانی دی. پېښې د اکتوبر په ۱۲مه او ۱۳مه د یونان په شمال ختیځ کې د اوروس او د دراما په سیمو کې شوې دي.

پولیس وايي، په لومړۍ پېښه کې د الکساندروپولي ښار شاوخوا د عملیاتو پر مهال څلور کسان نیول شوي چې د یوې مشکوکې جنايي شبکې غړي بلل کېږي. د پولیسو د څېړنو له مخې، دغې ډلې به د اوروس سیند په اوږدو کې له سرحدي سیمو څخه کډوال راټولول، خوندي پټنځایونو ته به یې لېږدول او وروسته به یې د یونان نورو سیمو ته استول.

د پولیسو په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دوو په خپلو موټرو کې ۱۱ کډوال لېږدول. یو موټر چلوونکي د پولیسو د درېدو امر ونه مانه او د تېښتې هڅه یې وکړه، خو وروسته ونیول شو. پولیسو په یوه نږدې پټنځای کې څلور نور کډوال هم موندلي دي.

د یونان د پولیسو د اعلامیې له مخې، په دوو نورو جلا پېښو کې دوه بهرني وګړي هم نیول شوي دي. یو یې په اوروس کې درې کډوال او بل یې د دراما او زانتي ترمنځ پر لویه لار شپږ کډوال لېږدول.

پولیسو د تورنو کسانو موټرونه، نغدې پیسې او ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړي او نیول شوي کسان یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي. د پولیسو په وینا، د لومړۍ پېښې په تړاو د شبکې د نورو احتمالي غړو هویتونه هم معلوم شوي دي.

د ترکیې او یونان له لارې اروپا ته د کډوالو تګ

یونان د اروپايي ټولنې د بهرني سرحد په توګه د هغو کډوالو لپاره د تګ یوه مهمه لار ده چې غواړي له ترکیې او د مدیترانې له نورو مسیرونو څخه اروپا ته ورسېږي. د اوروس سیند سیمه د یونان او ترکیې ترمنځ د ځمکنۍ پولې یوه مهمه برخه ده او د سرحدي امنیتي اقداماتو ترڅنګ، د کډوالو د تګ راتګ او قاچاق د پېښو له امله هم تر څارنې لاندې ده.

د یونان د پولیسو په وینا، د کډوالو د قاچاق په ځینو شبکو کې موټرونه د سرحدي سیمو څخه د خلکو د لېږدولو او د پولیسو له پلټنو څخه د ځان ساتلو لپاره کارول کېږي. د یونان د خبري رسنۍ «کاتیمیریني» د اکتوبر د ۱۴مې د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۶ کال له پیله تر هغه وخته په یونان کې د ۳۲ زرو څخه د زیاتو بې‌اسناده کډوالو د ننوتلو پېښې ثبت شوې وې.


په دې لاره کې د افغانستان، سوریې، پاکستان او د منځني ختیځ او افریقا د نورو هېوادونو کډوال هم د اروپا پر لور د تګ هڅه کوي. ځینې کډوال د جګړو، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو له امله خپل هېوادونه پرېږدي، خو د قاچاقبرو شبکو ته پیسې ورکول او په نامعلومو لارو سفر کول د هغوی د خوندیتوب لپاره جدي خطرونه رامنځته کولای شي.




Advertisement Space Available Contact us for advertising