لټون

قرغزستان د اروپا افغان او افریقايي کډوالو د منلو وړاندیز رد کړ

22 تله 1405 - 13:44 117 views
قرغزستان د اروپا افغان او افریقايي کډوالو د منلو وړاندیز رد کړ
د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ژنبیک کولوبایف وايي، هېواد یې د اروپايي هېوادونو هغه وړاندیز نه مني چې له مخې یې قرغزستان ته د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په بدل کې د دغه هېواد مسلکي وګړو ته په اروپا کې د کار فرصتونه برابر شي

کولوبایف دا څرګندونې د پارلمان د نړیوالو اړیکو، دفاع، امنیت او کډوالۍ کمېټې په غونډه کې کړې دي. نوموړي ویلي، بشکیک چمتو نه دی چې د وړاندیز شویو شرایطو پر بنسټ خبرې اترې وکړي.

د قرغزستان د رسنیو د راپورونو له مخې، هغه ویلي، که د دغه هېواد وګړو ته په بهر کې د کار فرصتونه برابرېږي، کولای شي ترې ګټه واخلي؛ خو حکومت به د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په بدل کې د کارموندنې په اړه ځانګړې خبرې ونه کړي.

د راپورونو له مخې، په دې وړاندیز کې د قرغزستان د مسلکي کارکوونکو لپاره د اروپا د کار بازار ته د لاسرسي زمینه د افغان او افریقايي کډوالو د منلو له هوکړې سره تړل شوې ده. خو تر اوسه د هغو اروپايي هېوادونو نومونه او د هغو کډوالو شمېر نه دی په ډاګه شوی چې د دې وړاندیز برخه به وي.

کولوبایف ویلي، په وروستیو کې د قرغزستان د وګړو د کاري کډوالۍ بهیر بدل شوی او د دغه هېواد زیات شمېر وګړي په ترکیه او متحده ایالتونو کې د کار په لټه کې دي. د نوموړي په وینا، سویلي کوریا او جاپان هم د قرغزي کارکوونکو غوښتنه لري، په ځانګړي ډول د زړو کسانو د پالنې او روغتیايي خدمتونو په برخو کې.

هغه زیاته کړې چې قرغزستان خپله هم د کارکوونکو له کمښت سره مخ دی. د همدې لپاره یې په بهر کې د دایمي کار لپاره د تنظیم شوو استخدامي پروګرامونو کچه راکمه کړې، خو د موسمي کار فرصتونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د قرغزستان د کار، ټولنیز خوندیتوب او کډوالۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې ۷۳۶ زره او ۶۰۰ قرغزي وګړي په بهر کې پر کار بوخت وو، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې دغه شمېر ۷۹۸ زره او ۴۰۰ کسانو ته رسېده.

روسیه لا هم د قرغزي کارګرو لپاره تر ټولو مهم کاري مقصد دی او ورپسې قزاقستان، متحده ایالتونه، ترکیه او جرمني راځي.

دا وړاندیز په داسې وخت کې مطرح شوی چې یو شمېر اروپايي هېوادونه له اروپايي ټولنې بهر له هېوادونو سره د کډوالۍ په برخه کې د همکارۍ د پراخولو هڅې کوي. د دغو هڅو یوه برخه د هغو کسانو د بېرته ستنولو په اړه خبرې دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

د کډوالۍ په اړه دا ډول هوکړې د کډوالو د ساتنې، د هېوادونو ترمنځ د مسوولیتونو د وېش او د بشري حقونو د نړیوالو اصولو د رعایت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising