لټون

اذربایجان کې حجاب لرونکې نجونې ښوونځیو ته نه پریښودل کیږي

22 تله 1405 - 12:45 68 views
اذربایجان کې حجاب لرونکې نجونې ښوونځیو ته نه پریښودل کیږي

د راپورونو له مخې، په باکو، سومقاییت او د دغه هېواد په نورو سیمو کې یو شمېر حجاب‌لرونکې نجونې ښوونځیو ته له ننوتلو منع شوې دي.

د اذربایجان د وزیرانو کابینې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۲۱مه د دولتي ښوونځیو د زده‌کوونکو د یونیفورم په اړه مقررات تعدیل کړل. د دغو مقرراتو له مخې، د ښوونځي له یونیفورم سره د اضافي جامو اغوستل چې د یونیفورم یووالی ګډوډوي یا د سیکولر زده‌کړو له اصل سره په ټکر کې وي، منع شوي دي. د ښځینه ښوونکو لپاره هم د اکتوبر په ۶مه ورته مقررات اعلان شول.


چارواکي وايي، په مقرراتو کې د حجاب نوم په مستقیم ډول نه دی یاد شوی؛ خو د راپورونو له مخې، په عملي توګه له حجاب اغوستونکو نجونو غوښتل شوي چې ښوونځي ته له ننوتلو ډډه وکړي او له ښځینه ښوونکو هم غوښتل شوي چې خپل سرپوښونه لرې کړي، یا له دندې استعفا ورکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو د دغو محدودیتونو له امله د زده‌کوونکو د کړاوونو صحنې ښودلې دي. په یوه انځور کې یوه نجلۍ، چې سپین حجاب او د ښوونځي آبي یونیفورم یې اغوستی، د ښوونځي د دروازې مخې ته ناسته ښکاري او ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه لري.

د راپورونو له مخې، لږ تر لږه په دوو ښوونځیو کې زده‌کوونکو د حجاب اغوستونکو نجونو په ملاتړ په ټولګیو کې د ګډون پرېکړه بایکاټ کړې ده. په باکو کې هم اعتراضونه شوي او چارواکو د عامه نظم د ګډوډولو په تور ۳۷ کسان نیولي دي. د راپور له مخې، د ځینو نښتو او د اور اچولو د هڅو پېښې هم شوې دي.

یوه زنداني خبریال هم د دغو محدودیتونو پر وړاندې د اعتراض په توګه د نه خوړو اعتصاب پیل کړی دی.

د دې مقرراتو په اړه د سیکولر زده‌کړو د اصل او د مذهبي ازادۍ ترمنځ د توازن موضوع راپورته شوې ده. منتقدان وايي، د حجاب له امله د نجونو له زده‌کړو محرومول د هغوی پر تعلیمي حق منفي اغېز کوي


Advertisement Space Available Contact us for advertising